مارچ 21, 2019

د روانو حالاتو په اړه د مسیر ورځپاڼې له مسؤل او سیاسي شنونکي“اسد وحیدي“ سره ځانګړې مرکه

د روانو حالاتو په اړه د مسیر ورځپاڼې له مسؤل او سیاسي شنونکي“اسد وحیدي“ سره ځانګړې مرکه

د مسیر ورځپاڼې رئیس او سیاسي شنونکی محترم اسد وحیدي صاحب ښه راغلاست!

۱-د سولې د روانو سولییزو هڅو په تړاو مو نظر څه دی ، آیا خلیلزاد به وکړای شي له طالبانو سره کوم جوړجاړي ته ورسیږي، او آیا هڅې به یې کوم رنګ راوړي؟

۱- زه فکر کوم چې لا هم په ستراتیژیکو ټکو کې اختلاف دی، د امریکې بنسټیزې تګلارې چې سړی ګوري؛ د جنوبي آسیا لپاره د امریکا تګلاره، په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د ملي امنیت تګلاره او دغه راز که تاسو د دوی د فکري مرکزونو لیکنې او شننې وګورئ؛ آساسي بحث د امریکې لپاره دا دی چې په افغانستان کې پاتې شي.
دا سمه ده چې هغوی به په افغانستان کې ځینې موخې لري، خو په ټوله کې د دوی لپاره په سیمه کې د اهدافو بحث دی په ځانګړي توګه روسیه او چین؛ ځکه د امریکا د ملي امنیت په تګلاره په واضح توګه ویل شوي چې ترهګري نور امریکا ته خطر نه، بلکه امریکا ته اصلي سیالان چین او روسیه دي چې باید پام ورته وشي.
نو امریکا په افغانستان کې ځواکونه ساتي، خو طالبان یې ورسره نه مني، دغه د اختلاف اساسي ټکی دی، چې زه فکر کوم طالبانو ته هم له دغې سرې کرښې تیریدل د سیاسي ځان وژنې مانا لري.
او د امریکې لپاره هم سخته ده، ځکه هغوی ته دا د ماتې په مانا ده، چې هغوی دې افغانستان پریږدي او له خپلو اوږدمهالو اساسي اهدافو پر شاشي.
نوکله چې په اساسي ټکي کې اختلاف وي،بیا په کې د خلیلزاد په څیر د افرادو رول مهم نه بریښي.
البته یوه یادونه کوم، زیاتره وخت د ځینو طالبانو په ګډون زیات شمیر کسان د ټرمپ پر خبرو او ټویتونو تیروځي،مګر که څوک د امریکا تګلاره او د ولسمشر واکونه پیژني ، هغوی دا درک کولی شي چې په امریکا کې اصلي واک له ولسمشر سره نه وي، سمه ده چې ولسمشر به ځینې صلاحیتونه ولري، خو په دا ډول اساسي مسایلو کې واک له بل چا سره وي، دا یوه تیروتنه ده چې شنونکي او ځینې طالبان یې کوي ځکه امریکا لا هم له افغانستان څخه د وتلو کوم پلان نه لري.
د ټکر اساسي بحث پرځای دی؛ البته سوله به تعریفیږي، که سوله داسې تعریف شي چې افغانستان ته د ثبات او خپلواکۍ راګرځیدل او د داسې حکومت رامنځته کیدل چې افغانانو ګټې خوندي کړي، زه یې لرې وینم.

۲-پوښـتنه؛ .د هیواد په کچه امنیتي وضعیت ترینګلی شوی،د ښکیلو غاړو د تلفاتو سربیره عامو ولسونو د دې فاجعې تر ټولو ستره بیه پرې کړې، لامل یې څه بولئ؟

۲- د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زیاتیږي، طبعي ده چې جګړه په کلیو او ښارو کې وي د ملکي وګړو مرګ ژوبله به په کې وي.
په دې ورځو کې چې د ځانګړو ځواکونو له خوا په کلیوالو سیمو کې بمبارونه، چاپې او شپني عملیات ترسره کیږي،داسې ښکاري چې هغوی په قصدي او شعوري ډول د ویرې او وحشت خپرولو لپاره ملکي وګړي په نښه کړي.
همداسې کله چې طالبان یوه موټربم برید په ښار کې د بهرنیانو په مرکز ترسره کوي، په داسې حال کې چې شاوخوا ملکیان هم وي ، او بیا له ملکي وګړو نه غواړي هم چې د بهرنیانو له اډو څخه دې لرې و اوسیږي، په داسې حال کې چې طالبان داسې حکومت هم نلري چې خلکو ته دې بدیل کورونه ورکړي؛ نو په داسې شرایطو کې هغوی هم دا مسایل توجیه کوي.
یا هم کله نا کله یې ځینې افراد په کوچنیو تورونو انسان وژنې ته دلایل تراشي.
دواړه لوري د ملکي وګړو د ژوند په هکله بې توپیره دي،حتیٰ هڅه کوي د سیاسي اهدافو لپاره او د خپل رعب او داب د ساتلو لپاره ډیری وخت ملکي وګړي ووژني .
طالبان ورته د یني جوایز تراشي، او حکومت او امریکایان یې دخپلو اهدافو د حصول په خاطر وژني. له امريکايانو سره خو د آخرت غم هسې هم نه شته.

۳- پوښــتنه؛ تاسو د طالبانو ، حکومت او امریکایانو له باصلاحیته چارواکو سره له نږدې لیدنې کتنې وکړې او د سولې پر وړاندې مو د هغوی ارادې هم وارزولې، څه فکر کوی؛ کوم لوری زیات سولې ته ژمن دی او د ژمنتیا نقطه یې کومه ده؟

۳-ما له طالب چارواکو او حکومتي لوري سره هم خبرې کړې؛ خو د امریکایانو سره له یوه تنګ او لنډ مجلس پرته مې ډیرې خبرې نه دي کړې.
خو څه چې ماته مالومیږي، د سولې پر وړاندې اساسي خنډ د امریکایي قواو د شتون او د امریکایي ګټو بحث دی؛ له شک پرته تر څو چې امریکایي ځواکونه وي، د هغوی اډې او استخباراتي حضور یې وي، دا د سولې پر وړاندې اساسي خنډ دی.
اوس خلکو ته ورو په ورو روښانه کیږي او خلک پر دې مسئله پوه شوي چې د طالبانو په دریځ کې له ستونزو سره سره د سولې او د جګړې د ختمیدلو په مخکې اساسي خنډ د بهرنیانو حضور دی او دا په دې وروستیو خبرو کې موږ ته څرګنده هم شوه.

۴-پوښتنه: آیا افغان دولت د بهرنیانو د خروج ، تور لیست او نورو هغو مسئلو چې تر امریکا پورې تړاو لري،واک لري؟ که ځواب هو؛ وي نو د کومو دلایلو تر مخه؟ او که نه یې لري.؛ نو ولې د امریکا او طالبانو تر منځ په کیدونکو مذاکراتو کې ونډه غواړي ؟

۴-افغان حکومت له شک پرته د امریکایي ځواکونو د وتلو او په دې هکله د تصمیم نیولو په هکله نه صلاحیت نه هم واک او اراده لري چې په دې هکله خبرې وکړي.
خو څو نور داسې مسایل شته لکه د تور لیست خبره؛ دلته دوه ډوله تور لیستونه دي، یو د امریکا او بل د ملګرو ملتونو؛ که د جوړجاړي ترمخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د امریکایانو تور لیست ختم شي خو د ملګرو ملتونو په تورلیست کې بیا طالب چارواکي د افغان تابعیت لرونکي په توګه ثبت دي، په داسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان حکومت رسمي غړیتوب لري.
نوبنأً ترڅو چې افغان حکومت له طالبانو سره تر جوړجاړي وروسته رسماً د ملګرو ملتونو له دغه لیست څخه د نومونو ایستل ونه غواړي، نه شي کیدلی .

نو د همدې لپاره اړتیا ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ هم خبرې وشي.
د بندیانو د تبادلې په هکله به ووایم چې بندیان خو له حکومت سره دي، نو طالبان که غواړي بندیان را ازاد کړي له حکومت سره به خبرې کوي.
خو اصلي بحث دلته د بهرنیانو د نظامي حضور دی چې له امریکې سره باید حل شي چې وروستیو بحثونو دا وښووده چې امریکایان نه غواړي دا بحث حل کړي.

۵-پوښتنه:امریکا ولې پر طالبانو د سیاسي او نظامي فشار ټینګار کوي، په داسې حال کې چې طالبانو له امریکا سره تر جوړجاړي وروسته له افغان لوري سره هم د مذاکراتو لپاره شین څراغ هم ورکړی دی ؟

۵-د فشار بحث چې امریکا پر طالبانو سیاسي یانظامي فشار راوړي د دې هدف دانه دی چې هغوی یواځې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.
بلکې غواړي، طالبان له ځینو هغو کرښو نه تیر کړي چې اوس پرې ولاړ دي؛ په ځانګړي ډول طالبان مجبور کړي چې د اډو د منلو بحث ته تیار شي.
امریکایان که کمې اډې هم وي، مني یې.
په هرحال د امریکا ټوله هڅه دا ده چې هغوی طالبان دې ټکي ته د فشار له هرې ممکنه لارې حاضر کړي.
خو داچې وبه توانیږي کنه؛ دا به وخت ثابته کړي.

۶-پوښــتنه؛که څه هم امریکایانو پخوا د طالبانو سره له مخامخ خبرو ډډه کړې،خو اوس یې ورته رسمي استازی ټاکلی، ستاسو په آند د دې لوی تحول لامل څه و؛ او آیا دا خبرې اغیزمنې بولئ؟

۶-امریکایانو مخامخ له طالبانو سره له خبرو انکار کړی و خو اوس یې استازی ټاکلی.
اوس هم دوه بحثونه دي، لومړی داچې که تاسو د بهرنیو چارو د دغه استازي (خلیلزاد)ټایټل یا دنده وګورئ، په هغو کې یې نه دي ویلي چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، د خلیلزاد د ټاکلو په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمي اعلامیه کې راغلي ( خلیلزاد د پخلاینې او بیا یوځای کیدلو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی دی)
او حتیٰ خلیلزاد چې څومره خبرې هم له رسنیو سره کړې، داسې ویل شوي چې “ مونږ له طالبانو سره خبرې کوو څو هغوی له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړو“ دا نه وایي چې مونږ د طالبانو سره د افغانستان د ستونزې حل کولو په برخه کې خبرې کوو.
نو د امریکې په دریځ کې خبرو ته د داخلیدو په هکله بدلون راغلی ؛ خو هغسې چې طالبان یې غواړي، چې د بهرني اشغال بحث دی، په رسمي ډول نه څه وایی او نه دغه بحث ته حاضریږي.

۷-پوښــتنه؛ په وروستیو کې سیاسي ګوندونو هم له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زړه ښه کړ،خو حکومت ورسره د موافقې سر ونه خوځاوو، آیا رښتیا هم دغو ګوندونه د ریښتینې سولې لپاره مټې رابډ وهلې وې او که نورو اهدافو هم شتون درلود؟

۷-د سیاسي ګوندونو بحث؛ زه فکر کوم چې دوه ډوله بحث په دې کې دی، ځینې سیاسي ګوندونه فکر کوي چې سوله را روانه ده،دوی باید په راتلونکي کې له طالبانو سره په ګډحکومت کې خپله ونډه ولري، یا لږ تر لږه ځان او خپله پانګه خوندي کړي او یا دهغه زیان چې ورسره مخ دي، مخه ونیسي.
نو دوی د قدرت د دوام، یا ځان ساتنې لپاره غواړي دغو خبرو کې ورګډ شي او ونډه په کې ولري.
په دې کې ښایي داسې سیاسي ګوندونه هم وي چې ریښتیا هم د افغانستان د سولې او ثبات غم ورسره وي.
خو ماته په کې لومړۍ کټګوري مهمه ښکاري ځکه ډیره سیاسي ګوندونه د خپل راتلونکي لپاره هڅه کوي.

۸-پوښتنه؛ ناټو اتحاد وایي له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لري امریکا بیا د وتلو اشارې ورکړې، ولې ځینې لویدیځوال د اوږدمهال لپاره د افغان خاورې تسخیرول غواړي او کومې لارې دي چې باید د هغوی د دې پلان مخه ونیول شي-دغه راز که د هغوی دائمي حضور منل کیږي، نو په کومو میکانیزمونو ؟

۸-امریکا هیڅ کله هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو په تړاو څه نه دي ویلي او کوم خبرونه چې مخته راځي هغه تر ډیره د اوازو په حد کې دي، رسمي موقف نه دی مخته راغلی.
حتیٰ د ټرمپ په حواله خبرې هم سپینې ماڼۍ رد کړې دي.
امریکا په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو موخو ، د رقیبو هیوادونو د خطرونو د مخنیوي او په افغانستان کې دننه د ځینو مسایلو لپاره غواړي دلته پوځي حضور ولري.
دا چې امریکایان پاتې کیږي په کومو میکانیزمونو باید پاتې شي؟ زه د یوه افغان او مسلمان په توګه د امریکایي ځواکونو له هیڅ ډول پاتې کیدو سره جوړ نه یم، په دې تړاو د هیڅ کوم میکانیزم وړاندیز نه کوم او دا د خپل ځان لپاره شرم او عیب ګڼم چې د یو داسې میکانیزم وړاندیز وکړم چې پر اساس دې امریکایان پاتې شي.
دلته د یوه امریکایي ( که نظامي، استخباراتي وي) پاتې کیدلو مخالف یم او په هر افغان مې غږ دی چې کوښښ دې نه کوي چې دلته د امریکایانو د پاتې کیدلو لپاره لارې چارې وګوري.
البته په کوردننه توند فشار، سیمه ييز او نړیوال فشار به د دې سبب شي چې امریکایان له هیواده ووځي

۹-د وروستۍ پوښتنې په توګه، د یو باتجربه او پوهیالي ځوان په توګه راته ووایاست؛ د روانو حالاتو په قابو کې ځوانان څه کولی شي او کوم مسؤلیتونه دي چې باید ځوان نسل ورته متوجه واوسي؟

۹-د افغانانو ستونزه دا ده چې مونږ یا مسایلو ته ډیر سطحي ګورو، احساساتي چلند ورسره کوو، یا له داسې زاویې ورته ګورو چې هغه زیاته واقعي او سمه نه ده.
مهمه دا ده که مونږ غواړو سوله او ثبات راولو او امریکايي اشغال پای ته ورسوو؛ لومړی باید اشغال وپیژنو او په هکله یې مالومات ترلاسه کړو، دغه راز په ۲۱ مه پیړۍ کې د مبارزې لاره څه ده؟
تر دې اساسي بحث دا دی چې زمونږ د دین غوښتنه څه ده او زمونږ عقیده دغه هدف ته د رسیدو لپاره د کومې لارې جواز راکوي.؟
اوس ستونزه دا ده چې یو خو هدف ډیر روښانه نه دی، دښمن مو سم نه دی پیژندلی، له حالاتو خبر نه یو او کوم څه چې موږ کوو، نه د یوشتمې پیړۍ د غوښتنو پر اساس دي اونه هم په ځینو مواردو کې له اسلامي اصولو سره سمون خوري.
پر همدې اساس، په کار ده موږ د امریکا پر اهدافو هم پوه شو، خپل اهداف هم وپیژنو او د یویشتمې پیړۍ لپاره د مؤثرې مبارزې لاره پیدا کړو ، چې هغه زموږ له ارزښتونو او زمونږ له دین څخه سرچینه واخلي.
داسې ونه کړو چې د یوه دښمن له خلاصون څخه د بل دښمن غیږې ته ځان وغورځوو او داسې ونه شي چې د سولې په نوم د امریکا د سیاسي چل ول په لومو کې راګیر شو او بالاخره هغه آرمان چې د هر افغان په زړه کې ده چې د اشغال اختتام ده؛ په لاس را نه شي.
په ټوله کې ځوانانو ته په کار ده چې له قومي، ژبنیو،سمتي او سلیقوي چلندونو راووځي ؛ د ارزښتونو سیاست وکړي او د لوی ولس د سترو مصالحو د ارزښتونو او زمونږ د دین پر اساس دریځ ونیسي او بالاخره افغانستان وژغوري.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *