طالبان وایي بلخ چمتال کې یې ۱۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

 

عزم(یکشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۷): طالب ویاند رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په لیږلو سره ویلي چې تیره شپه یې د بلخ چمتال ولسوالۍ مرکز ته نږدې ۱۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.

هغه زیاته کړې چې دغه جګړه چې تیره شپه رامنځته شوې له امله یې ۱۰ پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو همدا راز ویلي چې تر لږ مقاومت وروسته یې پوسته نیولې یو شمیر وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي.

د چمتال د بریدونو په تړاو تر اوسه دولتي چارواکو څه ندي ویلي خو شمال کې د شاهین قول اردو له لوري ویل شوي چې د قیصار ولسوالۍ کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د یادونې وړ دی چې د بلخ چمتال هغه ولسوالۍ ده چې طالبان یې په زیاتو سیمو واک لري او دولتي ځواکونو باندې پکې وخت ناوخت بریدونه ترسره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: