مارچ 21, 2019

کابل کې د ځینو توکو نرخونو څه تغییر کړی دی

کابل کې د ځینو توکو نرخونو څه تغییر کړی دی

(عزم ۱۳۹۷ سلواغه ۶)

نن د پلازمینې کابل په بازارونو کې د ځینې خوراکي او غیر خوراکي توکو نرخونو کې تغییر راغلی وو په ځانګړې توګه سون توکو بیې رالویدلې وې.
د کابل په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو نرخونه څه په دې ډول وو.

٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بيه له ١٣٤٠ څخه ١٣٣٠ افغانيو ته رالوېدله ده/ پرچون ۱۴۱۰ افغانۍ پلورل کیدل، دغه راز ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بیه د تیرې اونۍ په څیر په ١٧٢٠ افغانۍوه/ پرچون ١٨٠٠ افغانۍ، ١٦ لېتره خورشيد غوړي عمده په ١٠٠٠ افغانۍ/پرچون ۱۱۰۰ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ سېله وريجې عمده په ٢٠٠٠ افغانۍ/ پرچون ۲۴۰۰ افغانۍ ، يو کيلو شين اندونيزيايى چاى عمده په ٢٨٠ افغانۍ/ پرچون ۳۰۰ افغانۍ، یوه کیلو تور افریقايي چای عمده په ٣٠٠ افغانۍ او پرچون په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کیده.

دغه راز نن د ځینې سون توکو په نرخونو کې هم بدلون راغلی وو خو اوبلن ګاز بیا د تیرې اونۍ په څیر په ۵۵ افغانیو پلورل کیدلو.
بلخوا بیا نن د تېرې اونۍ په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ٥٠ څخه ٤٨ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه هم له ٥٠ څخه ٤٨ افغانیو ته را ټيټه شوې ده.

همداراز یو خروار بې پوسته بلوط لرګي بیه له ۷٥۰۰ څخه ٧٢٠۰ افغانیو ته او د یو خروار سرې ارچې بیه له ۶٨۰۰ څخه ۶٥۰۰ افغانیو ته رالوېدلې ده

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *