جون 27, 2019

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره ۲۶ برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره ۲۶ برخه

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

 

د فقهي حنفي له لیدلوري طالبان باید له امریکایانو سره د کومو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره صلح وکړي؟

پر مسلمانانو د کفارو حملې ته (هجوم) او یا یرغل ویل کیږي، او که چیري کفار د مسلمانانو یو هیواد او یا يې یوه ساحه د یرغل په نتیجه کې تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ دېته بیا (نفیر عام) وايې، په دواړو صورتونو کې پر مسلمانانو جهاد فرض عین دی، خو که نژدې مسلمانان يې د مقابلې توان ونه لري، نو بالترتیب پر ټولو مسلمانانو د یرغلګر دښمن شړل فرض ګرځي، د فقه حنفي مشهور عالم علامه كاساني رحمه الله په (بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع: 7 / 98 ) کې وایې : فأما إذا عم النفير بأن هجم العدو على بلد، فهو فرض عين يفترض على كل واحد من آحاد المسلمين ممن هو قادر عليه؛ لقوله سبحانه وتعالى {انفروا خفافا وثقالا} [التوبة: 41] قيل : نزلت في النفير.
د بدائع د عبارت مفهوم داسي دی: کله چې نفیر عام شي، یعني: کفار د مسلمانانو پر یو ښار حمله وکړي، نو (جهاد) فرض عین دی، پر ټولو هغو مسلمانانو باندي فرض دی، چې وس يې ولري، ځکه الله تعالی فرمايې: {انفروا خفافا وثقالا} [التوبة: 41] .
مشهور فقیه علامه ابن عابدین رحمه الله د یاد عبارت په تشریح کې د نفیر عام بیان هم کړی، او وايې : ( قوله إن هجم العدو ) أي دخل بلدة بغتة، وهذه الحالة تُسمى النفير العام ، قال في الاختيار : والنفير العام أن يحتاج إلى جميع المسلمين . رد المحتار: 4/ 127)
ژباړه : د هجوم معنا دا ده ، چې دښمن یو نا څاپه ( یعني : د مسلمانانو د حاکم د اجازت نه بغیر ) د اسلامي هیواد پر یوه ښار یرغل وروړی ، دې حالت ته نفیر عام ویل کیږي ، په [الاختیار] کې د نفیر عام تشریح داسي کړې : چې د کفارو په شړلو کې ټولو مسلمانانو ته اړتیا پيدا شي، نو دېته نفیر عام ویل کیږي .
څرنګه چې افغانستان یو خپلواک، ازاد او مستقل اسلامي هیواد دی، تر امریکایي اشغال وړاندي يې یو منظم اسلامي نظام درلود، خو د امریکا په مشرۍ د نړۍ زبر ځواکونو ورباندي وحشیانه حمله وکړه، مسلمانان يې شهیدان کړل، کورونه يې ور وران کړل، په مسلمانانو يې له ګوانتامو نیولې تر بګرام، کندهار او د هیواد په لر او بر کې بندیخانې ډکي کړې، د وطن ځمکه او فضا يې اشغال کړه، په دې حالت کې نو د شریعت له نظره پر مسلمانانو د خپل وطن ازادي او د مظلوم ملت خلاصون فرض دی، تر هغو به د اشغالګرو سره جهاد کوي، تر څو مو بېر ته خپلواکي ترې اخیستې نه وي او اسلامي نظام مو نه قائم کړی نه وي.
اوس که دا یاد اهداف مسلمانان د جګړې ترڅنګ په صلح هم تر لاسه کولای شي، نو غوره خبره دا ده، چې صلح وشي، د صلحي له لاري خپلواکي تر لاسه شي، هغه څه چې مسلمانان يې په وینه تویولو تر لاسه کوي، که په صلحي سره تر لاسه شي، نو ډیره غوره خبره ده ، ولي چې صلح په اسلام کې یو اصل دی، د مدیني منوري له یهودو سره رسول الله (صلی الله علیه وسلم) صلح وکړه، د نجران د نصاراوو سره هم رسول الله (صلی الله علیه وسلم) صلح کړې، د بنو ضمره سره يې هم صلح وکړه، د بني مدلج سره چې په ینبع منطقه کې میشت ول؛ هم صلح شوي. سیرة ابن هشام : 3/143 .
او د جهینه د قبائلو سره همداسي د مدیني منوري شمال غرب لورته میشت قبائلو سره هم صلح شوې. طبقات ابن سعد : 1/272 .
عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه هم په خپل دور خلافت کې د بیت المقدس میشتو د ایلیاء د خلکو سره صلح کړې، او دې صلحي ته (العهدة العمریة) وايې .
همداسي د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په وخت کې مشهوره صلح د حدیبیې په نامه د مکې له مشرکینو سره لاسلیک شوه .
د وخت مشهور مجاهد صلاح الدین ایوبي رحمه الله تعالی هم د یهودو سره صلح کړې، چې د (صلح الرملة) په نامه سره مشهوره ده .
خو په دې ټولو صلحو کې د مسلمانانو یوه هم داسي صلح نه ده راغلې، چې مسلمانانو ته دي په نقصان تمامه شوي وي، او یا دي خپل عالي مقاصد له لاسه ورکړي وي، د حدیبيې صلح ته الله رب العزت فتح مبین وویله : {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا} [الفتح: 1] .
په تفسیر قرطبي _16/ 260 : کې روایت دی، چې جابر وايې: موږ د مکې فتح د حدیبيې په ورځ بلله.
د حدیبيې په صلحي سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ستر هدف تر لاس کړ، چې د مکې مکرمې فتح ده.
همدا شان صلاح الدین ایوبي رحمه الله تعالی د رملې صلح په نتیجه کې پر دښمن ځان لاس بری کړی، د بیت المقدس فتح یقیني شوه.
اوس نو که په افغانستان کې مجاهدین په صلح سره خپل مشروع اهداف چې د اشغال خاتمه او د شریعت نفاذ دی؛ تر لاسه کولای شي، ورته روا ده چې صلح وکړي، لکه الله رب العزت چې فرمايې: { وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ } [الأنفال: 61]
ژباړه :که هغه خلک د سولې خوا ته مایل شي، نو ته هم ورته مایل شه، او پر الله باندي توکل وکړه .
البته که په سوله کې مو خپل اهداف نه تر لاسه کیږي، صلح د یو جنګي فشار په توګه کاریږي، د مسلمانانو په کې نقصان، ذلت او سرټيتي وي او د کفارو استعلاء او سرلوړي وي؛ په دې صورت کې بیا کله هم مسلمانانو ته سرټیټي روا نه ده. الله رب العزت فرمايې : { فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ } [محمد: 35]
ژباړه : لهذا ( اې مسلمانانو ! ) تاسو مه کمزوري کیږئ، چې د سولي بلنه ورکوئ ، تاسو سرلوړي یاست، او الله له تاسو سره دی، او هغه ستاسو اعمال هیڅلکه هم نه برباده وي.
له یادو تاریخي واقعاتو او د قرآن کریم د آیتو نه دا واضحه شوه چې مسلمانان به د کمزورۍ احساس نه کوي، خپل عالي مقاصد به په نظر کې نیسي، که مو دښمن له صلح د جنګي فشار په توګه کار اخلي نو واضح حکم دی، چې بس پر الله توکل وکړئ، او خپلي حقي داعيې ته ادامه ورکړئ، که مو داسي وکړل، نو بیشکه تاسو د الله د وعدې مطابق، کامیاب یاست.
او خدای مه کړه، که لږ تنزل وکړﺉ، اشغالګرو ناروا غوښتنو او فشارونو ته غاړه کښېږدﺉ، نو یاد ساتۍ چې تل به مو ذلت په برخه وي، او د الله په حضور کې به مو یو ستر جرم کړی وي، ولي چې د اشغال خاتمه د الله له لوري را باندي فرض عین ده، نو که له دې کار نه مخ په بله واړاوه؛ ضرور به د ترک الجهاد مرتکب شوي یاست، د فرار عن الزحف ګناه به مو کړې وي، او د الله له لوري به مو د دوو سختو عذابو ځان مستحق ګرزولی وي، الله رب العزت فرمايې : {فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ} [الأنفال: 16]
د الله په غضب به ککړ، او آخر ځای به مو جهنم وي. (العیاذ بالله تعالی)
الله رب العزت ارشاد کوي : {وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (139) إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ} [آل عمران: 139، 140]
په دغو آیتونو کې الله رب العزت په واضح ډول سره فرمايې، چې پر دې مه خفه کیږئ، چې تاسو ته تکلیف رسیږي، که تاسو ته تکلیف رسیږي، نو ستاسو دښمن هم له دغه رنګه تکلیف سره مخ دی، خو یاد ساتئ ! چې دا ورځي شپي تیریږي، الله رب العزت هغه خلک ځان ته معلومول غواړي، چې په زړو کې ایمان لري، او له تاسو ځیني شاهدان جوړول غواړي.
د خندق د غزا یا د احزاب د غزا مثال زموږ په وړاندي پروت دی، هلته هم د مسلمانانو په مقابل کې د یهودو د تبلیغاتو پر بنسټ د کفارو مختلفي ډلي د مديني منوري څنډو ته راغلې، بل خوا منافقینو هم د مسلمانانو په تضعیف کولو کې ښه کوښښ وکړ، سخته لوږه هم یهودو ورته جوړه کړې وه، ډیر یخ هم ورسره ملګری و، د خندق د غزا تکلیف الله تعالی داسي بیان کړی : إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا * هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا ﴾ [الأحزاب: 10، 11]
ژباړه : یاد کړه (هغه وخت) چې دوی (دښمن) پر تاسو له لوړي خوا او ستاسو له لاندي خوا درته راغلل، او سترګي مو (له ډیر تکلیف نه) راختلې وې، او زړو نه مو (د سختۍ له وجي) چانغړک ته راغلي ول، او پر الله مو رنګارنګه خبرو فکرونه وهل.
خو د مسلمانانو د کامیابي راز یوازي د هغوی پر خپلو اعصابو په کنټرول، استقامت او صبر کولو کې و، د خندق په غزا کې د پام وړ جنګ نه دی شوی، یوازي د مسلمانانو استقامت دښمن ماتي ته اړ کړ او د خندق ماتې د نورو هغو په شان هم نه وه، بلکي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الْآنَ نَغْزُوهُمْ وَلَا يَغْزُونَا. مسند أبي داود الطيالسي (2/ 618)
ژباړه : اوس به موږ (په دوی پسي ورځو او) غزا به ورسره کوو، دوی به (په موږ پسي نه راځي چې) غزا را سره وکړي. یعني : د دښمن قوت او اجماع يي ور وپاشله.

نور بیا ……..

Related posts