اپریل 24, 2019

د خنداء قهقه آفات!

د خنداء قهقه آفات!

مولوي محمد زکریا

فقیه ابواللیث سمرقندي رحمه الله په (تنبیة الغافلین) (۲۵۸) صفحه کي د خنداء قهقه ۸ آفات لیکي :

لومړنۍ آفت : د علم او عرفان خاوند به دي غندي.
دوهم آفت : جاهل او نادان به بهادري او دلاوري درباندي پیدا کوي.
درېم آفت : که ته ناپوه وې نو ستا ناپوهي نوره هم در زياتوي، خو که ته عالم وې نو ستا په علم کي به نقص ا وتاوان راځي، لکه څنګه چي حدیث شریف کي هم راځي چي د عالم ِ دین د خندا قهقه په وجه د هغه د علم څه حصه باطله کېږي او کمېږي.
څلورم : مخکي ګناهونه درڅخه هېروي، حال داچي ګناهونه باید هیڅکله هېر نه کړل سي.
پنځم : د خنداء ِ قهقه پر وخت تاته پر ګناهونو دلاوري در پیدا کېږي چي په دې سره زړه سخت کېږي او بیا به ددین هیڅ خبره تاءثیر نه درباندي کوي.
شپږم : خنداء قهقه ستا له زړه څخه د مرګ او آخرت سختۍ او یاد لېري کوي.
اووم : که چا ستا د خنداء ِ قهقه په سبب وخندل نو د ګناه بوج به یې پر تا وي.
اتم : او کوم شخص چي زيات وخاندي نو یو وخت به حتمي زيات وه هم ژاړي.
ارشاد خداوندي دی :
( فَلْيَضْحَكُوا قَلِيلًا وَلْيَبْكُوا كَثِيرًا جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ) “پس دا خلك باید خندا لږ کړي او ډېر وژاړي. ځكه كومه بدي چي دوى كوي، د هغې جزآء همداسي ده (چي دوى به پر هغې باندى ژاړي.)

د پورتني آیت په تفسیر کي ابوذر غفاري رضي الله عنه فرمايي: چي د فَلْيَضْحَكُوا قَلِيلًا معنا داده : چي ددنیا ژوند ډېر لنډ دی نو په هغه کي ډېر لږ خاندا کوﺉ، لکن که تاسو د اللهﷻ دربار لره ورسېږۍ نو همېشه به ژړا کوی چي د ژړا له کثرت څخه په وَلْيَبْكُوا كَثِيرًا آیت کي همدا مطلب دی، اللهﷻ او رسول الله(ﷺ) ښه پوهېږي.

همدارنګه قهقه خنداء یو ډول شهوت دی چي زیات وخت شیطان په همدې حالت کي په انسان کفري الفاظ استعمالوي او نعوذبالله کفر ورڅخه کېږي، لکه څنګه چي حجاج بن محمد المصیصي رحمه الله (وفات: ۲۰۶) فرمايي :
عموماً کفر په څلورو حالاتو کښي رامینځته کېږي چي له هغو څلورو حالاتو څخه یو هم د شهوت حالت ذکر کوي چي د شهوت په حالت کښي کفر رامینځته کېږي. “(ذم الهوی ص۳۹)”

والله العظیم!
زه لېکوال ددې شاهد یم چي څو کسانو د زيات شهوت او قهقه خنداء په حالت کي د اللهﷻ په آیاتونو استهزآء او پسخند واهه.

نو محترمینو مسلمانانو وروڼو!
د قهقه خنداء دومره لوی زيان دی چي حتی ځیني وخت د انسان تر خولې کفري الفاظ را ووځي او ابلیس علیه لعنة یې د ایمان له زوال سره مخامخ کړي. (اعاذنالله منه)

دا ټول زيان او تاوان ددین اسلام د پوره نه عملي کولو له وجهي راځي.

( يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا ادْخُلُوا فِى السِّلْمِ كَآفَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوٰتِ الشَّيْطٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ) “اې مؤمنانو! تاسي په هر اړخيز ډول په اسلام کښي پوره ننوځئ او د شيطان پيروي مه كوئ، چي هغه ستاسي ښكاره دښمن دى.

رب ذوالجلالﷻ دي موږ له دې ستر هلاکت او بدبختۍ څخه وساتي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *