د بریالي ډيپلوماټ ستره سیاسي افتضاح

خط اول:
د سیاست په ډګر کې د یو چا د پرمختګ او شاتګ لپاره د هغه کس یا حکومت سیاسي دریځ دریښتر رول لري ، په دې معنی چې په دریځ کې له ادلون بدلون وروسته د یو چاشخص یا حکومت د وار خطایي ، صداقت او ريښتنولۍ کچه ښه معلومیږي .
که کوم لوری خپل سیاسي دریځونه بدلوي معنی یې داده چې ، دخپل سیاسي پرمختګ لپاره کومه واضحه تګلاره نلري ، یا خو له سیاست سره بالکل نابلد دی .
د افغان سولي لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ او بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد ، په افغانستان او عراق کې دسفیر په توګه امریکایانو ته یو بریالی او په سیاسي ډګر کې یو ځواکمن شخصیت ثابت شو ، له همدې امله د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د اوږدې جګړې دختمولو او له همدې جګړې څخه په پرده کې دوتلو لپاره هم د نوموړي سیاسي مخینې ته په کتلو امریکایي حکومت پرېکړه وکړه تر څو نوموړی له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو په لړ کې له خپل سیاسي وجاهت څخه په استفاده یوه داسي لار پيدا کړي چې نه خو دامریکا نړیوال برم او دبدبه ورسره ضربه وخوري او نه هم مقابل طرف/ طالبان خپل هغه هدف ته ورسیږي چې هغه په افغانستان کې اسلامي او افغان شموله ځواکمن نظام رامنځ ته کول دي .
د خلیل زاد د دندي پيل رښتیا هم هیښونکی وو ، خلیل زاد خپل سفرونه داسي پيل کړل چې د ټولو سترګي یې یوې غیر مترقبه نتېجې ته په انتظار وې .
خلیل زاد که څه هم په خټه افغان دی ، خو د امریکایي تابعیت او هلته د مېشتېدني د اثر او رسوخ له امله یې بیا هم امریکایي چلونه په خپل دماغ کې ګرځېدل ، او هڅه یې پیل کړه تر څو د سیمیزي اجماع او فشار له امله طالبان له خپل دريځ څخه واړوي .
طالبان له خپل سیاسي او محکم دریځ سره سره څه ناڅه نا وخته د خلیل زاد په بدو ارادو وپوهېدل او دیوې مفصلې اعلامیې له لاري یې ، داسي خبرداری نشر کړ چې که امریکا خپلو غیر صادقانه هڅو ته دوام ورکوي نو د مذاکراتو پرانیستې لار به پرې بنده کړي.
د اعلامیې له نشر وروسته خلیل زاد هم وویل چې که طالبان جنګ غواړي موږ هم جنګ ورسره کوو ، او دا یې هم وویل چې د افغان حکومت له مشرانو سره له لیدنو او ملاقتونو وروسته موږ دې نتېجې ته ورسېدو چې په طالبانو پوځي فشار د حل یواځنۍ لار ده .
د خلیل زاد د چل ول او جګړیز سیاست بیا تغیر موندلی دی او له تېرو دوو ورځو راهیسي بیا قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی ، طالبان وایي چې امریکایي لوری بیرته هغي اجنډا ته چې زموږ خوښه وه را وګرځېد او مذاکرات بیا پيل شول.
په افغانستان او عراق کې د بریالي ډیپلوماټ په توګه دخلیل زاد لپاره په دریځ کې دا ډول ژر ژر بدلون او او نه منونکې تېروتني ، د نوموړي لپاره یوه ستره سیاسي افتضاح ده چې باید ډېر سیاستوال یې ترې زده کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close