میدان وردګ: پموټربم او وسلوال برید کې لسګونو ځانګړو ته مرګ ژوبله اوښتې-برید روان دی

(عزم دوشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱)

نن سهار اوونیمې بجې د میدان ښار په «شهراه نمبر یک»” سیمه کې د ملي‌ امنیت د ځانګړو ځواکونو پر یوه مرکز د موټربم حمله شوې چې پرمهال یې لسګونو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د والي ویاند عبدالرحمان منګل وایي، لومړی یوه موټربم برید چاودنه کړې او دوهم موټر بم د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی دی.
نوموړی د تلفاتو په هکله څه نه وایي خو زیاتوي چې یو شمیر بریدګر د ځانګړو ځواکونو مرکز ته ننوتلي او له میشتو ځواکونو سره په نښته کې ښکیل دي.
بلخوا بیا د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وايي چې بریدګر هدف ته ځان رسولی دی او چاودنه یې کړې چې شااوخوا ۵۰ تنو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې .
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې په برید کې یې لسګونه عسکر وژلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي،لومړۍ چاودنه د هاموي ټانګ په توسط ترسره شوې او بیا ګڼ وسلوال بریدګر قوماندانۍ ته ننوتلي چې لا هم ټول بریدکونکي ژوندي دي او له بهرڅخه راغلو عسکرو سره مقاومت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close