مارچ 21, 2019

د روان وضعیت په تړاو له قاضي حسن حقیار سره د عزم ځانګړې مرکه

د روان وضعیت په تړاو له قاضي حسن حقیار سره د عزم ځانګړې مرکه

په هیواد کې د روان وضعیت او په ځانګړې توګه د سولې د روانو هڅو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه عزم وېب پاڼې له سیاسي شناند او لیکوال قاضي محمد حسن حقیار سره مرکه کړې چې د مرکې بشپړ متن ګټ مټ له مینوالو سره شریکوو.

محترم قاضي حسن حقیار صاحب ښه راغلاست!

د لومړۍ پوښتنې په توګه؛ د افغانستان روان وضعیت څنګه ارزیابي کوئ، آیا د سولې په برخه کې به د خلیلزاد هڅې کومه نتیجه ولري؟

دافغانستان روان وضعیت خو هېڅ رښتوني افغان مسلمان هم ته دقناعت وړ ندی دلته اوس هم هره ورځ لسګونه تنه وژل کېږي، هیواد مو کنډر کېږي ، مادي او معنوي ارزښتونه مو له منځه ځي ، پر افغانانو تپل شوی نظام له شړېدلو او شیندلو سره مخ دی ، افغانستان اتلس کاله وروسته هم په فساد او درغلي کې خپل نړیوال ریکارډ (دوهم مقام) ساتلی دی.
دسولې په اړه زما برداشت دادی چې د جنګ اصلي عاملین( امریکا او حشر ګړي یې ) نور له جګړو او د افغانستان له روان وضعیت څخه ستړي او مایوسه دي ، دوی دمخدره توکیو دمخنیوي ، په افغانستان کې دیوې ښې حکومتولۍ دراوستلو او ددوی په وینا دتروریزم دمخنیوي په درې واړو شعارونو کې ناکام شول ، نړیوالو ، دسیمې هیوادونو او دافغانستان ګاونډیانو ته ددوی دماموریت شومې موخې او اصلي اراده ښکاره شوي او ددوی پر ضد یې هر اړخیز ې هڅې پيل کړي دي اوس امریکا او ناټو ته ځان دسريښو په داسې ډنډ کې نښتی ښکاري چې هرڅومره ځان خوځوي نو هماغومره ډوبېږي ، هغه دبانټ روبین خبره اوس په افغانستان کې له څو ګوتو په شمېرو جنرالانو پرته چې په سوله کې خپل تاوان ویني نور د امریکا دواړه ځواکمن ګوندونه ،کانګرس او ملت ټول له افغانستانه وتل غواړي ، زه خو دسوله ییزوهڅو بریا ته هیله من یم ځکه امریکا خپله ماته منلې او په هرترتیب وځي نو که خلیلزاد پلمې او سستي کوي نو ښايي متحه ایالات دده پر ځای بل چاته دا ماموریت وسپاري او دابه دده تاریخي سهوه او ستره ناکامي وي ، که دی سست شي او که چست ټرامپ دامریکا د ولسمشرۍ له ټولټاکنو وړاندې له افغانستان څخه دخپلو پوځونو غوښنه برخه وباسي ، دامریکا په تاریخ کې ددوی په دې اوږدې جګړې کې دبریا هيڅ څرک دوی ته نه ښکاري ، په ناټو کې بې اتفاقي راغلې ، افغانستان ته څوک نور پوځیان نه رالېږي .
کله چې امریکا له افغانستان څخه وځي او د طالبانو مهمه غوښتنه هم همدا وي او کله چې امریکا له افغانستان څخه داد ډاډ غواړي چې دا خاوره ددوی پرضد ونه کارول شي او طالبان دا ډاډ هم ورکوي او دا صلاحیت وړتیا هم لري چې دا ډاډ عملي کړي نوبیا ماته نور مهم خنډونه دحل وړ ښکاري .

پوښتنه :په دې وروستیو کې د سولې ولسي خوځښت په نوم یوه ډله له طالبانو د اوربند غوښتونکې ده او په ولایاتو کې یې پراخ لاریونونه پر لار اچولي، آیا دا ډله رښتیا هم خپلواک ولسي حرکت دی، که وي نو ولې د جګړې اصلي لوری(امریکا) نه ټارګیټ کوي؟
۲– دسولې رښتونی ولسي خوځښت ډېر اړین دی او ولس باید نور دسولې په اړه بې تفاوته پاتې نشي ځکه حق غوښتل کېږي ورکول کېږي نه ، دسولې دې پيل شوي ولسي ځوښت ته چې تاسو ورته ګوته ونیوه په پیل کې زه هم خوشبین وم خو وروسته دوی کړنو او ویناوو وښوده چې دوی دولتي اړخ ونیوه ،ما له دوی سره ډېر تلویزیوني او رادیوي بحثونه کړي او دا نمونې مې ورته وړاندې کړي ، ددوی پر پلوۍ ددولت او امریکا پلوه رسنیو تبلیغات هم ددوی دتړاو نښې دي ، کله چې دوی طالبانو ته وايي چې تاسو دې دغلامۍ ځنځير له غاړې وغورځوئ نو دا دولسي حرکت نه بلکې دتړلي حرکت ذهن دی .
امریکايي چارواکیو ویلي و چې موږ به پر طالبانو مذهبي ،سیاسي او ولسي فشار راولو ددوی کړنې داجوتوي چې دوی دې هم اګاهانه او نااګاهانه دهمدې فشارونو یوه برخه وي .
۳ پوښتنه: ارګ تل ټینګار کوي چې باید د سولې خبرې د دوی په مشرۍ وي، ولې حکومت تر بهرنیانو وړاندې له طالبانو سره خبرې غواړي، آیا حکومت د بهرنیانو د وتلو په ګډون د ځینو مهمو مسایلو واک لري؟
۳ــ دافغانستان دکړکیچ اصلي عوامل امریکا او ددوی متحدین دي ، دطالبانو لخوا جوړ اسلامي امارت دوی نړولی دی ،جګړه دوی پیل کړې او ددوی پر ضد پیل شوې، دوی دلته ډېر وحشتونه کړي او افغانستان او افغان ولس ته یې ډېر زیانونه وراړولي دي، طالبان غواړي له دوی ددوی د کړنو پوښتنه وکړي ددوی پر پوځي ماموریت ، دلته دخلکو پر وژنه ، ددوی لخوا پر طالبانو دلګول شویو تعزیراتو او تورو لستونو ، طالبانو ته دیو رسمي ادرس پر موندلو او له امریکا سره دافغان بندیانو پر خوشې کېدلویواځې له امریکا سره خبرې کېدلی شي ، نه له افغان دولت سره دا وس شته او نه بهرنیان دا واک ورکوي چې پر دې موضوعاتو تصمیم ونیسي .نو ښه داده چې لومړی پر دې موضوعاتو له بهرنیانو سره خبرې وشي.
پر کورنیو ستونزو له افغان دولت ، افغانو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو سره هم تفاهم اړین دی ، افغان کړکیچ اوس نړیوال او سیمه ییز اړخونه هم خپل کړي دي زما په باور له دې ټولو بهرنیو اړخونو سره هم ناسته په کارده چې هم ددوی اندېښنې رفع شي او هم دملي ګټو په پام کې نیولواو دیو متقابل احترام په فضا کې له دوی سره اقتصادي ، سیاسي اوعلمي راشه درشه ولرو.
افغانستان باید دنیابتي جګړې له حالته راووځي او دخپلو ګټور د محوریت او اصالت په پام کې نیولو سره له نړیوالو سره اړیکې وساتي .
حکومت دسولې په اوسنیو هلو ځلو کې ځان تجرید شوی او منزوي احساسوي چې دا حقیقت هم دی زما وړاندیز دادی چې طالبان باید حکومت دسولې دخبرو په ډګر کې دومره هم ونه زبيښي او دومره یې هم له منځه ونه باسي چې بیا دسولې خبرې سبوتاژ کړي او یا خدای مکړه دځان ژغورنې لپاره که دلږ وخت لپاره هم وي جګړه وغځوي او یا بیا دپردیو منګولو ته ولوېږي .

۴ پوښتنه: د سولې په خبرو کې کله پرمختګ راتلی شي او دواړه لوري (طالبان -امریکا) باید د کومو میکانیزمونو په بنسټ خبرې وکړي؟

۴ـ ماته خو تر بل هروخت نن سبا دسولې شرائط برابر ښکاري خو سوله بیه لري ، رښتوني اراده ،حوصله او انعطاف غواړي .
طبعا له امریکایانو سره دې پر هغو ستونزو خبرې وشي چې په امریکا پورې اړوندې وي او دسولې په پایله کې داسې سیاسي زمینه او اینده برابره شي چې نور هیوادونه خو پرېږده آن همدا امریکا مو هم دوست وي او دافغانستان په بیارغونه کې ترې کار واخلو کم تر کمه هغه ددوی لخوا شوې ویجاړۍ خو پرې ورغوو. نن سبا موږ وینو چې پر افغان سولې هم سودا پیل شوې او ځینو هیوادونو ، نورو ته میلیاردونه ډالر ورکړي دي چې دا کار سوله له خپل اصلي مسیره منحرفوي او دواړه خواوې باید ورته متوجه وي .
اوس که امریکا پلمه کوي او که رښتیا وايي خو دا اندېښنه یې باید رفع شي چې په راتلونکې کې به دافغانستان په نوم لدې جغرافیې څخه نه ګواښل کېږي او دوی هم باید دافغانانو خپلواکۍ او استقلال ته بشپړ درناوی ولري ، دلته نظامی حضور صفر کړي او پر دې باید پوه شي چې دافغانستان یو ګاونډی هم تر خپلې زنې لاندې پروت ښامار لیدلی او زغملی نشي .
۵ پوښتنه: د سولې له خبرو سره همهاله د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا پر ولسي اهدافو شپنۍ چاپې او بمبارونه زیات شوي، هدف څه دی او آیا دا ډول پالیسي به پر مقابل لوري کوم اثر وښندي؟
۵ـ متل دی چې زور مې تا نه رسېږي مړ به دې آبا کړمه ،دملکي خلکو وژنه پخپله دولت او بهرنیانو ته تاوان رسوي او مستقیمه ګټه یې طالبانو ته رسېږي ، ځکه ملت خپل قاتل پېژني او دغچ لپاره یې له طالبانو سره ودرېږي .
دملکي خلکو له وژنې ددولت او امریکایانو یوه موخه داده چې په رسنیو کې خبرونه راشي چې ګواکې ګډ ځواکونه هم تهاجمي بریدونه کولی شي او یا په دې ګناه ؟؟ خلک وژلی شي چې ولې طالب له خپلو سیموڅخه نه شړي ملت بیچاره خو یرغمل دی هغه دولت ته وايي دا چې له تاسره دنړۍ پنځوس هیوادونه دي او هر ډول امکانات هم لرې ته یې ویستلی نشې نو بالفرض که زه یې دویستلو نیت هم ولرم څه کولی شم؟.
۶ پوښتنه: ولسمشریزو ټاکنې ولې وځنډیدې ، آیا دا ځل به هم نړیوال قدرتونه د خپلو ګټو د خوندیتابه په موخه له کوم مشخص کاندید نه ملاتړ وکړي؟
۶—د افغانستان په څېر هېواد کې چې تر اشغال لاندې وي، واکونه پیسې او امکانات دپردیو وي ، له درنو جګړو سره هم مخ وي فساد ، قوم او ګوند پالنه ، رشوت ، اختلاس، پکې عام فرهنګ وي او دولت له هرډول غدر سره دحساسیت پرځای پر معافیت روږدی وي ، له هرچاسره دخپل جیپ ډکولو فکر وي دبي بي سي او انګریزانو په اعتراف له اویا سلنه ډېره خاوره له طالبانو سره وي د رڼو ولس شمولواو ټولمنلو ټاکنو تصور (خیال است ومحال است وجنون ) . دا ډول ځنډونې او خندونې طبعي زېږنده ده .
ترڅو چې نړیوال دلته په اوسنۍ بڼه حضور ولري طبعا به دخپلې خوښې داسې سړی راولي چې کار ورسره وکولی شي، شرائط به ورته برابروي او پاګونه به پرې کوي او دا یې طبعي اړتیا هم ده .
۷ پوښتنه: حکومت ولې پر ډیورند کرښه چوپتیا نه ماتوي، آیا افغان ولسمشر پاکستان ته زیات امتیازونه ورکوي، که دا مسئله وي نو موخه رښتیا هم پر طالبانو د فشار اچولو مسئله ده او که د هغوی(پاکستان) د ګټو پازوالان ارګ ته ورغلي؟
۷ـ تاسو به دمعارف دپخواني وزیر ډاکټر فاروق وردګ خبرې اورېدلې وي چې په ډاګه یې وویل د افغان حکومت څو چارواکیو ډيورنډ وپلوره هغه نمونې او د ورکړل شویو ډالرو اندازه هم اعلان کړه ، داچې د افغان ولسمشرلخوا پاکستان ته دزیاتو امتیازاتو ورکولو لامل به پر طالبانو د فشار اچولو مسئله وي او که د پاکستان د ګټو پازوالان به ارګ ته ورغلي وي ماته خو دواړه خبرې رښتیا بریښي ، دا یوواقعیت دی چې پاکستان ته چې کوم امتیازات اوسني حکومت ورکړل دافغانستان په تاریخ کې بل هيڅ دولت نه و ورکړي ،زما په باور اوس داسې هېڅ هم ندي پاته چې پاکستان یې وغواړي .
ډاکټر غني دخپل هیوادوال طالب دراڅملولو لپاره ــ چې داهدف یې هم ترسره نشوــ پنجاب ته هغه امتیازات ورکړل چې تاریخ او افغانان به یې ونه بخښي ، ډیورنډ سپارل ، پر اغزن تار موافقه ، له پاکستان سره دقبایلو نښلول ، دویزو او پاسپورټونو جبري کول ، پر تورخم دافغانانو بې عزته کول ، دورونو پښتنو دویش رسمی منل او داسې نور .

د سیاسي چارو شنونکی لیکوال او شاعر ښاغلي قاضي حسن حقیار صاحب دا چې زموږ پوښتنو ته مو ځوابونه وویل له تاسي زیاته مننه 

له تاسي هم مننه

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *