کندهار: نفوذي طالب ۴ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

 

عزم(شنبه، ۲۹ مرغومی ۱۳۹۷): د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ دشت سیمه کې د پوستې اشپز پر خپلو ملګرو ډزې کړي چې څو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار ولایت چارواکي تر اوسه پدې اړه څه نه وایي او رسنیو ته یې د پیښې په اړه جزئیات ندي ورکړي.

د کندهار ځایي خبریال صدیق الله افغان د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په دښت سیمه کي د محلي پولیسو د یوې پوستې اشپز پر خپلو ملګرو ‌‌‌‌‌‌ډزي کړي، یو پولیس یې وژلی او درې یې ټپيان کړي دي.

افغان لیکلي چې اشپز له طالبانو سره تړاو درلود او له سیمې روغ وتلی دی.

پدې وروستیو کې د کندهار ولایت کې د طالبانو نفوذي بریدونه زیات شوي چې پدې توګه هره اونۍ کې یو برید ترسره کیږي.

طالبانو تر اوسه د یاد برید په اړه څه ندي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close