د کونړ اوسېدونکي: د چارواکو په مرسته ځنګلونه وهل کېږي

 

عزم(شنبه، ۲۹ مرغومی ۱۳۹۷): د کونړ اوسیدونکي وایي پدغه ولایت کې د ځنګلونو د وهلو لړۍ لا هم روانه ده او د چارواکو په مرسته ځنګلونه وهل کیږي چې وروسته یې همدوی د هېواد نورو سیمو او بهر ته قاچاق کوي.

ځایي اوسیدونکي وایي، حکومت د ځنګلونو وهونکو په خلاف هیڅ اقدام نکوي او د وسلوالو مخالفینو تر واک لاندې سیو کې دومره ځنګلونه نه وهل کیږي لکه د دولت تر واک لاندې سیمو کې.

د کونړ د کرنې رییس پدغه ولایت کې د ځنګلونو د ریبلو ستونزه مني خو وایي قومي شوراګانې یې جوړې کړي او د بیا احیا لپاره یې هڅه کوي، له خلکو سره د بیا کښت کې مرسته کوي.

د کونړ اوسیدونکي داسې مهال په چارواکو د ځنګلونو ریبلو تور پورې کوي چې تر مخ هم په رسنیو کې د یو شمیر رینجر موټرو انځورونو نشر شوي چې چارتراش پکې بار او داسې معلومیږي چې د هیواد کومې سرحدي سیمې ته د قاچاق لپاره وړل کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close