اپریل 24, 2019

په ګرین ویلیج د برید پیغام

په ګرین ویلیج د برید پیغام

خط اول:

تېره ورځ ماښام مهال کابل کې د بهرنیو ځواکونو په یو مرکز چې ګرین ویلج یا زرغون کلی  نومیږي ، د طالبانو له لوري یو کمساری برید ترسره شو، برید د معمول په څېر په لارۍ موټر بم پيل او د څو تنو طالب جنګیالیو له لوري وغځول شو، چې ساعتونه وروسته پای ته ورسېد.

ګرین ویلیج د بهرنیانو نسبتاً خوندي مرکز او له امنیتي ارخه مهم ځای دی، چې له همدې امله ورته د زرغون کلي نوم هم غوره شوی دی ، دا مرکز که څه هم تېر کې څو ځله له دا ډول بریدونو سره مخ شوی دی ، خو دا ځل د برید دروندوالي او زماني اهمیت خورا زیات د پام وړ دي .

داسي ښکاري چې طالبانو له امریکایانو څخه په مذاکراتو کې د ناغیړۍ غچ واخیست ، او په دې ډول برید سره مقابل لوري ته خپل ځاني او مالي تلفات اړولو سره د مذاکرې میز ته د حاضرېدو پیغام رسوي .

له امریکایانو سره د طالبانو دمخامخ ناستو په لړۍ کې وروستۍ ناسته چې د قطر په دوحه کې پلان شوې وه او دواړو لورویو پرې توافق ښوولی وو ، د امریکا د مذاکراتي ټېم له لوري بې موجبه لغوه شوه .

طالبان په دې پوه شوي چې د مذاکرې میز ته دامریکايي جهت راتګ هم په نظامي ډګر کې د همدا ډول بریدونو له امله وو چې بالاخره یې امریکا د مذاکرې په هکله څه ناڅه تنزل ته اړه کړه .

د مذاکراتو په هکله د طالبانو نه بدلیونکی دریځ چې مخامخ له امریکا سره خبره یو طرفه کول غواړي ، لا هم پخپل حال دی ، مګر د امریکا د ځانګړي استازي خلیل زاد له لوري د سولي پیل شوي هڅي هغه مهال تر شک لاندي ونیول شوې ، چې په مذاکراتي بهیر کې یې د یو شمېر هیوادونو له ګډون څخه د ځان په ګټه استفاده پیل کړه ، او په طالبانو یې له افغان حکومت سره د ناستي فشارونه پيل کړل.

د خبرو میز ته د جګړې د مهم اړخ امریکا حاضرېدل یوښه ګام دی ، خو دا ګام باید صادقانه وي ، که امریکایي لوری بیا هم په دې برخه کې له چل ول او د طالب سیاسیونو د ایل کولو تمه لري ، نو نه یواځي دا چې خپل تلفات به زیات کړي بلکه د افغان اولس د کړاو غځولو پړه هم همدوی ته نیول کیږي .

ښکاره خبره ده چې طالبان به دامریکایي لوري د وخت ضائع کونکو او تېرایستونکو غونډو ته د جګړې په ډګر کې  غبرګون په ډاګه کوي، چې له امله به یې امریکایانو او د هغوی متحدینو ته درانه تلفات اوړي .

 

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *