مارچ 21, 2019

د قطع دوستۍ سزآء او عاقبت!

د قطع دوستۍ سزآء او عاقبت!

مولوي محمد زکریا

علامه ذهبي رحمه الله په کتاب (الکبآﺉر) ۴۹ صفحه کښي د یوه امانتدار کس قصه ذکر کوي او وايي :
یو مالدار او شتمن کس حج ته تلﺉ نو خپل مال یې په مکه مکرمه کښي یوه امانتدار او نېک کس ته امانت کښېښود. د حج له ادایني وروسته چي کله شتمن کس راغلۍ نو د هغه امانتدار کس لټه یې وکړل نو خبر سو چي هغه اوفات سوی دی. هغه پوهېده چي په امانت یې د امانتدار دوستان هم علم نه لري چي چېري دی.
نو ځینو علمآء کرامو شتمن ته وویل : چي د شپې په نیمايي برخه کي د زمزم په څاه کي ژغ وکړه چي اې فلانیه!
نو که چېري هغه جنتي و نو جواب به درکړي.!

شتمن د زمزم څاه ته ولاړ او هلته یې دا ژغ وکړ خو چا جواب ونه وایه.!

علمآء کرامو بیا مشوره ورکړه چي په بﺉر برهوت کي (چي په یمن کي یو څاه دی) په هغه کي آواز ورته وکړه ، نو که هغه جهنمي و هلته به جواب درکړي.!

شتمن بﺉر برهوت ته هم ولاړ او په هغه کي یې ژغ پسي وکړ نو امانتدار جواب ورکړ او ویل : ستا امانت مي په فلاني ځای کي ایښی.

شتمن حیران سو او ورته یې ویل : امانت خو به واخلم ، خو پر تا مي د یوه نېک او صالح شخصیت ګمان کړی و نو ته څنګه او ولي دوزخ ته ولاړې؟!

هغه کس ویل : چي په دنیا کي زما یوه خور وه چي له هغې سره ما قطع دوستي کړې وه او تعلقات مي ورسره قطع کړي وه چي ددې عمل سزآء اوس اللهﷻ په جهنم کي راکوي.!
نو علامه ذهبي رحمه الله فرمايي : چي دلته نو ددې حدیث ښه تصدیق معلومېږي چي رسول الله(ﷺ) فرمايي : صله رحمي قطع کوونکۍ به جنت ته داخل نسي.!

زما معززو مسلمانانو وروڼو!
تاسو اندازه ولګوﺉ چي دا عمل زموږ مسلمانانو معاشره کي څومره رآﺉج او عام دی چي ورور له خور څخه د حق وړلو په سبب تعلقات قطع کوي او یا پلار له خپلي لور څخه هغه خوابدۍ کېږي چي لور خپل ولور چي حق یې دی واخلي نو پلار په مقابل کي ورڅخه خوابدۍ کېږي چي ولي دي ولور رانکړ.
همدارنګه دې ته ورته نور یې بې شماره مثالونه سته.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *