ننګرهار کې د داعش ۲۷ غړي وژل شوي

عزم( دوشنبه، ۱۰، مرغومی، ۱۳۹۷): د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، ګډو ځواکونو د ننګرهار په اچین او مومند درې ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې د داعش د استخباراتي مسوول په ګډون یې ۲۷ تنه غړي وژل شوي دي.
د خوږیاڼي په خبره، تېره شپه په یادو ولسوالیو کې هوايي او ځمکني عملیات ترسره شوي، چې پکې د داعش ۴ مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
دی وايي، په وژل شویو داعشیانو کې د دې ډلې استخباراتي مسوول صدیق یار اورکزی، سعید عمر، شاهد او حادیه اورکزی هم شامل دي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وخت ناوخت د ګڼو داعشیانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي؛ خو همدا روانه اوونۍ د داعش وسله‌والو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې یو ځايي قومي سپین‌ږیری حلال کړی و.
چپرهار د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې له مرکز جلال اباد ښار سره نږدې پرته ده؛ خو په دغه ولسوالۍ کې ګڼې سیمې له داعشي وسله‌والو سره دي.
تېره اوونۍ په ننګرهار کې د داعش ویاند سلطان عزیز عزام هم په یوه هوايي برید کې وژل شوی و.
د ننګرهار ځايي چارواکي وخت ناوخت د داعش سره په پراخو اړیکو هم تورن کېږي او یادې ډلې ته د مالي امکاناتو په برابرولو کې د ونډې خبره یې هم کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: