مارچ 21, 2019

تر منزله به رسېږو..!

تر منزله به رسېږو..!

صفي الله رائد
نن غواړم یو زیری وکړم!
هو! د الهي نصرت زیری، د یوې سترې فتحې زیری، د یوې تلپاتې سولې زیری او بلاخره د یو سپین سپېڅلي اسلامي نظام زیری.

یوه ستره فتحه راتلونکې ده.
بس یـو څو لحظـې امتحـان پـاتـه دی.
هو! لږ انتظار نور غواړي..

طالب جانه!
وخت را رسیدلی، استقامت خپلول پکار دي،
حوصله به نه بایلې!
صبر او زغم خپلول پکار دي!
د ا کاروان به تر منزله رسیږي،
دا شپه به رڼا کېږي،
سپین سبا به را ټوکېږي.

وخت راتلونکی دی د ظالم کاسه به نسکورېږي، د وحشت دیوال به نړېږي، د ظلم او ستم هاغه دنګ منار به نړېږي.

یوخت را روان دی، امن را روان دی، سپین کاروان راتلوتکی دی، د سپین سپېڅلی اسلامي نظام سپېڅلې غوټۍ په سپړېدو دي.

هو! داسې یو سپین نظام چې وګړي به یې سپین، سرلاري به یې سپین او لاروي به یې سپین او سپېڅلي وي.
سپېڅلي خلک به روزي، سپین بیرغ به یې رپاند وي، سپېڅلې او غښتلې اسلامي اوردو به تشکیلوي، افغانان به یو موټی او یو صف کړي او بلآخره یو سپین سپېڅلی امارت به پر پښو دروي.

هو! وخت را روان دی د مظلمو اسیرانو آهونه به رب قبولې کړي، د زخميانو دردونو به رب منظور کړي، د سپېڅلیو معصومو شهیدانو دا سپېڅلې وینې به رنګ راوړي.

وخت به راځي هر یتیم به په خندا وي، هره زخمي به په موسکا وي، هر نارآم به مو آرام وي.
وخت به راځي هر یو باغ به مو سمسور وي، سمه او غر به مو سمسور وي، د مرغانو به یو شور وي، هوا به وي، وفا به وي هرې خوا ښکلا به وي.

وخت به راځي؛ تر منزله به رسیږو ..
سپین سبا ته نېږدې کېږو،
بس رڼا ته نېږدې کېږو.

وخت به راځي، د نړۍ طاغوت به مات شې، ستر کفري ښکیلاک به مات شي، طالب جان به مې اتل شي دا جعلي اتل به مات کړي او د اتلو به اتل شي.

هو! وخت به راځي، تر منزله به رسېږو. ان شاءالله.

سپینه بیرغه سپین عالي شانه!
رب دې رپاند کړه په درست جهانه!

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *