جولای 23, 2019

پکتیا: د دولتي ځواکونو د هوان مرمۍ له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیا: د دولتي ځواکونو د هوان مرمۍ له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(یکشنبه، ۲۵ لیندۍ ۱۳۷) تیره ورځ د پکتیا مرکز ګردیز ابراهیم خیلو سیمه کې د دولتي ځواکونو له لوري د توغول شوې هوان مرمۍ له امله د یوې کورنۍ شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پژواک خبري اژانس یوه ویډیو نشر کړې چې د زیانمنې کورنۍ یو تن غړی وایي سیمه کې هیڅ جګړه نه وه یو ناڅاپه یې کور کې د هوان مرمۍ ولګیدلې چې دوه تنه ماشومان یوه ښځه و وژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.

د دغې کورنۍ یو تن خپلوان وایی دغه کورنۍ د پکتیا زرمت ولسوالۍ څخه مرکز ګردیز ته راکډه شوې وه چې تیره ورځ یې کور کې هوان مرمۍ ولګیدله او شپږ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

هغه هم وایی چې سیمه کې د جګړې څرک هم نه تر سترګو کیده خو بیا هم دولتي ځواکونو پر سیمه هوانونه توغول چې یوه مرمۍ یې په دغه کور کې ولګیدله.

بلخوا بیا د پکتیا د والي ویاند ویلی چې سیمه کې جګړه وه چې دغه پیښه رامنخته شوې او د درې ماشومانو په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو سیمئیز خلک بیا د والي د ویاند خبرې ردوي او وایي چې سیمه کې بیخي جګړه نده شوې.

دا پداسې حال کې دی چې نن ورځ د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ بازار هم د ګډو ځواکونو له لوري په بشپړه توګه سوځول شوی دی.

Related posts