ننګرهار کې د داعش دوه قومندانان وژل شوي

عزم(شنبه، ۲۴ لېندۍ ۱۳۹۷): د ننګرهار امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په اچین ولسوالۍ کې یې د داعش دوه مهم عملیاتي قومندانان وژلي دي.
د ننګرهار د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه د ۰۲ قطعې په اچین ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي، چې د زاهد او خالد په نومونو یې د داعش د ډلې دوه مهم قومندانان وژلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، زاهد د داعش نظامي مسوول و او خالد داعش ډلې ته جنګي ستراتېژۍ برابرولې.
په خبرپاڼه کې راغلي، زاهد او خالد دواړه د باجوړ ایجنسۍ اوسېدونکي وو او په اچین کې یې د داعش ډلې لپاره کار کاوه.
د ننګرهار ځايي چارواکي داسې مهال د داعش د ډلې دوو مهمو قومندانانو د وژلو ادعا کوي، چې ځايي اداره د دې ډلې سره په همکارۍ هم تورنه کېږي.
د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې حکومت او امریکا د دې ډلې په پیاوړې کولو کې عملاً برخه‌وال دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: