ناکام نوماندانو د موازي پارلمان د اعلانېدو ګواښ کړ

 

عزم(دوشنبه، ۱۲لیندۍ ۱۳۹۷): د ولسي جرګې د ناکام نوماندانو اېتلاف وايي، که د ټاکنو کمېسیون رایې سمې ونه شمېري، موازي پارلمان اعلان کوو.
د یاد اېتلاف مشر خواجه شفیق وايي، د ولسي جرګې د اوولسمې دورې د ټاکنو پایلې سمې نه دي او په رایو کې له حده ډېره درغلي شوې ده.
د ده په خبره، که د هېواد په کچه په ټولو ټاکنیزو مرکزونو او حوزو کې له بایو مېټریک پرته رایې باطلې اعلان نه شي، د رایو ورکوونکو رایې له سره ونه شمېرل شي او تورې رایې له سپینو جلا نه شي دوی ته د ټاکنو پایلې د اعتبار وړ نه دي او موازې پارلمان به اعلان کړي.
د دغه اېتلاف غړي وايي، د تلې د ۲۸ ـ ۲۹ مې ټاکنې ورته د اعتبار وړ نه دي او د ټاکنو کمېسیون ته به اجازه ورنه کړي چې په درغلیو بریالي شوي نوماندان ولسي جرګې ته وروپېژني.
خواجه شفیق ګواښ وکړ، که حکومت او د ټاکنو کمېسیون یې غوښتنو ته پام ونه کړي، نو پراخه لاریونونه به وکړي، د کمېسیون دروازې به وتړي او موازي پارلمان به هم اعلان کړي.
ولسي جرګې روانې دورې ته په ټول هېواد کې ۲۵۶۵تنه نوماند شوي وو، چې یوازې ترې ۲۵۰ تنه کولی شي ولسي جرګې ته لاره پیداکړي.
د څه باندې پنځوسو ورځو په تېرېدو د ټاکنو کمېسیون بیا هم نه دی توانېدلی، چې د ټول افغانستان د رایو پایلې اعلان کړي.
ځینې سیاسي شنونکي وايي، د ولسي جرګې راتلونکې دورې ته ۶۰ سلنه نوماندان د اشرف غني، ۲۰ سلنه د عبدالله عبدالله، ‍۱۰سلنه د امریکا او ۱۰ سلنه د بهرنیو سفارتونو په خوښه ټاکل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close