د کندهار د انارو حاصلات د تېرکال په پرتله دوه برابره ډېر وو

عزم(سه شنبه، ۶ لېندۍ ۱۳۹۷): د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر وايي، د تېرکال په پرتله سږکال د کندهار د انارو صادرات دوه چنده شوي دي.
د یادې خونې مشر عبدالباقي وايي، په روان کال کې یې تراوسه پاکستان، هندوستان او عرب متحده اماراتو ته ۴۱ ټُنه انار صادر کړي، چې تېر کال دغه شمېره یو برابر کمه وه.
د ده په خبره، سږ کال د ښو صادراتو له امله د کندهار بزګرانو هم ډېره ګټه کړې او ښه عاید یې ترلاسه کړي دي.
خو د کندهار ځايي بڼوال وايي، سږکال د وچکالۍ له امله یې ډېری باغونه وچ شوي او د تېرو کلونو په شان یې حاصل ښه نه وو او لګښت یې پرې ډېر راغلی دی.
په افغانستان کې د کندهار انار ځانګړی نوم لري او اوس اروپا ته هم صادرېږي.
یاده دې وي، له کندهاره د هوايي دهلېز له لارې سږکال د ۱۶میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه هند ته صادر شوې، چې ۲۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close