د جینوا کانفرانس نن د اویا مرستندویه هیوادونو په ګډون پیلیږي

 

عزم(سه شنبه، ۶ لیندۍ ۱۳۹۷) د سویس په ژنیف کې د جینوا کانفرانس نن د افغانستان په اړه د اویا مرستندویه هیوادونو د استازو په ګډون پیلیږي.

یاد کانفرانس امریکا ته مهم بلل کیږي له همدې امله یې د د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي اړیکو مرستیال په ګډون دوه نور استازي هم ګډون کوي.

دغه کانفرانس کې به د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې آلیس ویلز هم ګډون کوي چې لومړی ځل یې طالبانو سره په قطر کې خبرې هم کړې وې.

همدا راز به په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس هم د جینوا په کنفرانس کې ګډون کوي چې لدې سره به د امریکا دری استازي دغه کانفرانس کې برخه اخلي.

دغه کانفرانس ته له افغانستان څخه اجرائیه رئیس لومړی بیا اشرف غني او همدا راز لس تنه نور مدني فعالان هم رسیدلي دي.

ویل شوي چې امریکایي استازي به د غونډې په څنډه کې له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

یاد کانفرانس کې به افغان چارواکي د افغانستان په اړه له فساد سره د مبارزې او اداري اصلاحاتو په اړه خپلې لاسته راوړنې وړاندې کړي.

د نړیوالې استراتیژی او مطالعاتو مرکز د یادې غونډې په اړه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې پدغه غونډه کې تر اقتصادي مسائلو د سولې په اړه باید ډیر بحث وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close