د پنځلسم نمبر بستر هر مریض ولي مړ کیدل

په یو هسپتال کې به هره دوشنبه د یوولسو بجو نه وروسته د پنځلسم نمبر کټ مریض مړ کیدلو.
چې کله دا سلسله دوامداره شوه، نو د هسپتال مشر پدې لټه کې شو چې اخر ددې مرګونو وجه څه ده؟
د دوشنبې په ورځ د سهار یوولس بجو نه مخکې یې یو مریض په پنځلسم نمبر کټ پری ایستولو او د کټ څلورو خواوو ته یې خُفیه کیمرې ولګولې او په تعقیبي کوټه کې یې ورته ډاکټران، ماهر نفسیات، مولوي صاحبان او سائنسدانان کښینول، چې اخر دا مرګونه څنګه کیږي؟؟؟
بالاخره یوولس بجې شوې، د وارډ دروازه خلاصه شوه او صفاکار راننوت، په راننوتلو سره یې د پنځلسم نمبر کټ د اکسیجن مشین سیوچ راوویست او خپل مبایل یې چارج ته کیښود او بیغمه په صفایي اخته سول ..!!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: