مارچ 23, 2019

ماشومانو ته د انټرنیټ تاوان ؟!

ماشومانو ته د انټرنیټ تاوان ؟!

 

د امریکا طبي کارپیژاندو دغه خبره معلومه کړې چې په 7 ورځو کښې 14 ساعته په انټرنیټ کار کونکو نجونو او هلکانو کښې د وینې د فشار ستونزه رامنځ ته کیدلای شي.
امریکا کې یوې نوې څیړني معلومه کړي چې کومي نجوني او هلکان چې زیات وخت په انټرنټ کارولو تیروي؛ د وینې دلوړ دباو(high blood pressure) په شان مشکل ترڅنګ په رواني ټینشن یا نفسیاتي ناروغیو اخته کیدلای شي .
روغتیايي کارپيژاندو د یوسل څلوردیرشو کسانو، چې انټرنیټ یې زیات کاراوه؛ جایزه واخیستله چې پکې د زیاتو کسانو دوینې دباو داڼترنټ د استعمال په وجه لوړ وو .
دغو څیړونکو ویلي چې په اوو و رځو کښې څوارلس ساعته په انټرنیټ کار کونکو نجونو او هلکانو کښې د وینې فشار زیات وي.
څیړنه وایی، نه یوازي دا چې د ویني د فشار د لوړیدا ستونزه رامنځ ته کوي، بلکي د نیټ په دنیا کښې غرق وګړي له ټولنې هم جلاکیدای شي، له اعصابي فشارونو او یوازیتوب سره مخ کیږي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *