امریکا: د اورلګیدنې له امله ۴۴ کسان وژل شوي دي

 

عزم(سه شنبه، ۲۲ لړم ۱۳۹۷) د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې اورلګېدنې تر دې دمه ۴۴ کسان وژلي دي، چې لا هم اورلګیدنه روانه ده.

امریکايي رسنۍ وایي د کلیفورنیا ایالت په ځنګلونو کې له تیرو څو ورځو راهیسې اورلږیدلی چې حکومت یې په کابو کولو کې پاتې راغلی او دغه اور لا هم بلیږي.

دغه اورلګیدنه چې ۴۴ کسان پکې وژل شوي د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده اورلګېدنه بلل کېږي.

زیانمن خلک پر حکومت نیوکه کوي چې سیمې ته په وخت مرستې نه رسیږي او زیانمن کسان اکثره بې مرستو پاته شوي.

دوی وایي حکومت د دغه وحشتانکې پېښې په کابو کولو کې پاتې راغلی دی چې لامل یې د ټرمپ ناسم مدیریت په ګوتو کوي.

امریکایي رسنۍ وایي چې زرګونه کسان د اور له ویرې له خپلو کورونو تښتېدلي دي او اور لا هم په شدت مخ ته روان دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: