اپریل 24, 2019

حقائق و معلومات

حقائق و معلومات

عبدالله عزام

1- هغه کسان چې ستاسي سره خبري نه کوي، ځیني وختونه همدغه هغه کسان وي چې ستاسي سره خبرو کولو ته ډېر لیوال وي، خو کوم شی یې مانع ګرځي.

2- ډېری وخت مشره لور د مور سره ډېر مشابهت لري.

3- ځیني وختونه د سترګو کاته او نظرونه خبري کوي، داسي خبري چې ژبه یې د ویلو طاقت نه لري. همدغه د زړه تل د رسېدلو تر ټولو اسانه طریقه ده.

4- کله چې داسي سړی ووینئ چې د چا ډېر اهتمام نه کوي او خبري ډېري کمي کوي، پوه شه چې ډېرو خلګو دوکه کړی او زړه ماتی کړی دی.

5- پر درو شیانو وخت مه ضایع کوه:
لومړی:پر تېر شوي شي افسوس کول، ځکه چې هغه کله هم نه راګرځي.
دوهم:ځان د بل چا سره پرتله کول، ځکه چې دا هیڅ ګټه نه لري.
دریم:د ټولو خلګو د راضي کولو کوشش کول، ځکه چې دا ناممکن دي.

6- دا علمي څېړنه ده چې کوم څوک چې ډېر مهربان وي، د نورو په پرتله د خلګو له لوري زیات زوریږي.

7- د خاموش سړي فکر اکثره وخت له ډېرو افکارو، کیسو، تجربو او دردونو ډک وي.

8- هغه څوک چې ډېر لوستل کوي، د نورو خلګو په احساساتو ډېر ژر پوهیږي.

9- %87 خلګ د هغو شیانو په اړه پوښتنه کوي چې له وړاندې یې ځواب ورته معلوم وي.

10- که غواړئ چې موبایل مو د چارجولو پر مهال ژر ډک شي، نو چارج ته د ایږدلو په وخت کې یې پر الوضع الطیران Airpalne mode دروئ.

11- د وخت په تېرېدلو سره به پوه شئ چې ځیني کسان په هومره اهتمام او وخت ورکولو نه ارزېدل څومره چې تاسي ورکړی ؤ او دا به هم درته معلومه شي چې هغه کسان چې باید ډېره توجه، اهتمام او پاملرنه مو ورته کړې وای، په لومړي سر کې مو لا پرې ایښي دي.

12- په دماغ کې د “Amygdala” په نامه داسي وړه منطقه شته چې په مټ یې انسان کولی شي چې د خلګو د څیرو اثرات او احساسات ولوستلای شي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *