علي پور: حکومت ما نیولای نشي

عزم: جمعه/۱۳۹۷/۷/۲۰-د غور ولایت د لعل سرجنګل سیمې قومندان علي پور وايي ترڅو چې خلک یې ملا تړي، هېڅ حکومت لاس نشي وروړلی.

کورنیو چارو وزارت په علي پور چې په «شمشیر» هم مشهور دی،  غیرمسول وسله وال او جنایتکار تور پورې کړی دی.

افغان کمانډویانو ۷ ورځې مخکې(اکتوبر۵) د غور ولایت په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې د نوموړي د نیولو عملیاتو کې شپږ ماشومان ووژل او ګڼ خلک بې کوره کړل خو علي پور له سیمې وژغورل شو.

له دغو عملیاتو ۴ ورځې وروسته علي پور د خپلو سلګونو پلویانو ترمنځ وینا کې ګواښ وکړ چې ترڅو یې ې خلک تر شا ولاړ وي “هېڅ حکومت يې” هم نشي نیولی.

دد کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې قومندان علي پور«جنایتکار، وسلوال غل او قاتل» دی او حکومت یې د نیولو هلې ځلې روانې ساتلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close