ولسمشر اشرف غني بادغیس کې د پروژو پرانستو ته تللی دی

عزم: ۱۳۹۷/۵/۴- ولسمشر به د قلعه نو د برېښنا سب سټیشن چې د ۱۱۰ کیلوولټه انتقالي لین او ۷۰۰۰ کورنیو ته د برېښنا توزیعي شبکه په کې شامله ده پرانېزي.

لدې وروسته به ولسمشر د دغه ولایت پوځي، او اداري چارواکو، قومي مخورو، علمای کرامو، معلمینو، د پوهنتون استادانو، ځوانانو، د مدني ټولنې فعالانو، مېرمنو، ولسوالانو او د ولایتي شورا وکیلانو سره جلا جلا کتنې ولري.

د بادغیس یو مدني فعال او محصل عبدالرؤوف روښان  شک ښیي چې ولسمشر به دې ولایت کې هم هغسې نمایشي او تکراري حرکتونه وکړي لکه ننګرهار کې یې چې د یوه روغتیایي کمپلیکس ډبره لس کلونو کې په دریم ځل کیښوده خو د عملي کار څرک یې نشته.

نوموړی وایي چې ولسمشر دیته ورته نمایشي کړنې خوست او نورو ولایتونو کې هم ترسره کړي خو د کار نښه نه مالومیږي او نور مشکله ده چې خلک پرې وغولیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close