شاهین ق ا: په کلینیک بمبار کې ۵۵تنه طالبان مړه او ژوبل شوي دي«راپور»

عزم: ۱۳۹۷/۴/۱۱- شمال کې ۲۰۹شاهین قول اردو ادعا کړې چې د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې په یوه کلینینک بمبار کې یې ۵۵ تنه طالبان، قومندانان، او یو پاکستانی ډاکتر وژلي دي.

د قول اردو د اعلامیې له مخې، پرون په نهه بجې او شل دقیقې، او بیا په ۱۲:۱۵بجې د هوایي ځواک یوې MD530 چورلکې پښتونکوټ کې د طالبانو په غونډه بمبار کړی او د یوه ډاکتر په ګډون یې ۲۴ تنه طالبان وژلي او ۳۱ نور یې زخمیان کړي دي.

دغې اعلامیې کې ادعا شوې چې د طالبانو د فاریاب ولایت د نظامي کمیسون مشر مخدوم عالم زخمي شوی دی او د درې موټرانو په ګډون ۱۳ موټر سیکلان هم ویجاړ شو ي دي.

طالبان پخلی کوي چې د فاریاب په خواجه موسی ولسوالۍ کې د غارتپه سیمه کې په یوه کلینیک بمبار شوی او د کلینیک یوه برخه ویجاړه شوې ده.

د طالبانو خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې بمبار کې یو بوډا، یوه ښځه، او ۲ ماشومان وژل شوي او ۴تنه نور زخمیان شوي چې د ۲ تنو وضعیت یې د اندیښنې وړ بللی دی.

خو د فاریاب سیمه ییز او د تلویزون خبریال ته عیني شاهدانو ویلي چې دې بمبار کې یواځې ملکیانو ته زیان رسیدلی او هیڅ طالب ندی لګیدلی.

خلک وایي چې طالبان ټول په مخابرو کې سره اړیکې لري، او چې مطلق د الوتکې غږ واوري ټول له خپل مرکزونو ووځي، په دې ډول هیڅ زیان ورته نه رسیږي.

د رضاوالدین ازبک غفوري په نوم یو عیني شاهد وایي چې په کلینیک دغه بمبار کې ۴ ښځې، ۳ ماشومان وژل شوي او د کوم طالب پوزه هم نده وینې شوې.

نوموړی وایي چې «د کلینیک ۲۰۰ مترۍ کې مونږ کار کوه، لومړی په کلینیک بمبار وشو، وروسته په ښوونځي، په ښوونځي کې زمونږ د ودانیزه ماشین آلاتو تم ځای دی، نزدې وه چې دغه بمبار کې زه له څو انجینرانو سره وژل شوی وم خو له نیکه بخته ایله ۵ دقیقې پاتې وې چې هلته ورسیږم چې له مونږ مخکې بمبار شو او له بده مرغه څو بیګناه هیوادوال شهیدان شول.»

«Rawzuddin Uzbek Ghaforiخداوندج جزای دروغگو ره بته: او بی شرف ها و بی وجدان ها چرا اینقدر دروغ به مردم میگویین بلی حمله هوایی صورت گرفت اما نه بالای طالبان بلکه بالای مردم عادی که اکثریت شان زنان و اطفال بودن بخاطر تداوی به کلنیک رفته بی خبر از آن که دشمنان اسلام جان شان را می گیرن در اثر حمله این بی وجدان ها چهار زن و سه طفل به شهادت رسیدن حتی بینی یک طالب هم خون نشده ما با جمله همکاران خود در دو صد متری کلنیک کار میکدیم اول کلنیک مورد حمله قرار گرفت بعدآ مکتب که کمپ اسیتگاهی ما و ماشین آلات ساختمانی ما بود حمله صورت گرفته یک لودر ما تخریب قریب بود چند تن ما انجنیران در اثر این حمله بزدلانه به شهادت برسیم اما خوش بختانه پنج دقیقه تفاوت زمانی بین ما بود که ده کمپ نرسیده بودیم ولی بدبختانه چندی دیگر مردم بی گناه به شهادت رسیدن»

یو بل عیني شاهد فیض الله قاسمی وایي چې زه خپله د خواجه ناموسی ولسوالۍ یم، هیڅ طالب ندی وژل شوی، یواځې څو ملکیان چې درملنې ته راغلي ول، وژل شوي او کلینیک نړیدلی دی.

«Fauizullha Qasime Qasimeاشتباه راپور گرفتید جناب من خودم ده خواجه ناموسی هستم هیچ طالب زخمی کشته نشدند فقط چند افراد ملکی که مریض بودند ده کلینیک آمده بودند کشته و زخمی شدند وکلینیک هم . تخریب شده»

بل شاهد حاجی مراد ستاري وایي چې زه خپله په غارتپه سیمه کې او د صحنې شاهد هم یم، یو طالب هم ندی وژل شوی او نه یې کوم موټر تخریب شوی دی، یواځې په کلینینک یې څو راکټونه وویشتل ټول قربانیان او زخمیان ملکي خلک دي.

«Haji Murad Satariسر داش صاحب خودم د سرک ناموسی در منطقه غارتپه بودم شاهد صحنه هم هستم یک طالب کشته نشده وهم هیچ عراده موتر هم تخریب نشده صرف کلنیک را چند راکت زد تمام قربانی ها وزخمی افراد ملکی هستند»

نورو ګڼو خلکو د شاهین قول اردو اعلامیه دروغ وبلله او په زشتو الفاظو یې دولت ته سپک ورک ویل چې ولې یې ملکي خلک بمبار کړي دي.

د هیواد په شمال کې د کندز له مدرسې را وروسته دا دویم ځل دی چې حکومتي الوتکې له یو مخه په ملکي خلکو بمبار کوي خو دعوه کوي چې د طالبانو نظامي کسان یې وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: