ننګرهار: ناڅرګندې چاودنې ۳۰ تنه مړه او ژوبل کړي دي

عزم: ۱۳۹۷/۳/۲۰- د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې تیر ماښام یوه درنه چاودنه وشوه او لسګونه تنه یې مړه او ژوبل کړل.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي ویل چې پرون مازیګر ناوخته شپږ نیمې بجې په یو دوکان کې ځای پر ځای شوی ماین چاودلی چې درې کسان پکې شهیدان شوي او ګڼ شمېر زخمیان دي.

خو د سیمییزو سرچینو په وینا، دغه چاودنه کې ۸ تنه مړه او ۲۲ تنه زخمیان شوي دي.

د خلکو په وینا، پیښه د کوټ ولسوالۍ په هندرانو بازار کې د ولسي خلکو په منځ کې له غټې چاودنې رامنځته شوې ده.

تراوسه هیڅ لوري ددې چاودنې پړه نده منلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close