په یوطرفه او مرموزو فتواګانو مسئله نه حل کیږي

نه مې غوښتل څه ولیکم، خو دا چې سکوت په رضا باندې دلالت کوي؛ له همدې کبله غواړم د علماوو په وروستۍ غونډې یو څه لیکم.
تير کال په انټرکانټیننټل هوټل کې د سولي شوری لخوا د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه علماء راغوښتل سوې وه، ما ته هم په ډیر اصرار سره دعوت راکول سوی و، او راته ويل سوي او ګرنټي سوي وه، چې د ټول هيواد په کچه خپلواک، بې طرفه، مخور او جيد علماء راغوښتل سوي دي، تر څو د هیواد روانو حالاتو ته یوه معقوله او د حل لاره پیدا کړي.
دا ما ته خورا مهمه وه چې که رشتیا هم داسي علماء کرامو ته موقع ورکول سي چې بې طرفه، د اعتماد وړ، په هیواد کې منلي او مطرح علماء وي کیدلای سي یوه ښه معقوله لاره وړاندیز کړي، چې هم د هیواد استقلال او خپلواکي ته پکښې کتل سوې وي او هم د خلکو عزت، وقار، درناوی او د مسئلي حل پکښي نغښتی وي.
خو کله چې د هوټل سره نږدي د تلاشي ځای ته ودریدم ځیني علماء بیرته را ووتل، ما ورڅخه پوښتنه وکړه ولي بیرته راووتلاست؟ هغوی وویل چې موږ ته ویل سوي وه چې علماء به راځي خو اوس اکثره حکومتي امامان دي نو موږ پکښي ګډون نه کوو. خدای سته زه هم زړه نازړه سوم، خو چون ما ته د خبرو وخت راکول سوی وه، د وعدي مطابق ورغلم.
کله چې تالارته داخل سولم رشتیا هم وضعیت هسي نه وه لکه موږ ته چې ویل سوې وه، که څه هم د تالار تشه په خلکو ډکه سوې وه خو د مجلس اکثر ګډونوال د سولي شوری او د اوقافو سره تړلي کسان وه، د ګوتو په شمیر یو څه کسان داسي په کښی وه چې د حکومت په چوکاټ کې به یې کار نه کاوه.
کله چې زما د خبرو نوبت راغی نو د یوه افغان په توګه مي وړاندیز وکړی، چې ننی مجلس باید یوازي تر مشوري پوري محدود سي؛ ځکه چې دلته راغلي کسان چې زه ورته په کامله مانا احترام لرم خو دا حقیقت دی چې ډیری یې بې طرفه نه دي، اکثره په یوه او بل نامه حکومتي کسان بلل کیږي او رسمي دندې لري، په کوم فکر چې زه دعوت سوی او راغلی یم هغسي نه دي.
هلته ما د خپل وړاندېز لپاره دري دلیله وویل:
اول: که دغه کسان وفتوی ورکولو ته وهڅول سي نو د دوی فتوی به یوطرفه وي، یو طرفه قضاوت نه په عدالت ولاړ وي او نه هغه بل طرف ته د قبول وړ وي او نه هم روانو حالاتو ته ګټه رسوي.
دویم: که غواړئ چې علماء کرام په راتلونکي کې د سولي په اړه مثبت رول ولوبوي نو معتدل موقف دي غوره کړي، مستقل او بي طرفانه دریځ دي وساتي.
دریم: چون دلته یرغلګر طرف چې امریکایان دي حضور لري، د ټولو ستونزو مبدء هم دوی دي، همدا بنیادي ستونزه ده. نو د دوی د وتلو او مهال ویش پرته، د هغوی په حضور کې هره فتوی چلنج کیږي او دا به یوازي دا نه چې بې عمله پاته کیږي بلکه د علماء کرامو حیثیت، موقف او د دوی شخصي امنیت ته به سخت تاوان ورسوي.
په اخر کې مي دا هم وویل چې د سولي شوری کسان دې هم د دوی په مشوره سره اکتفا وکړي، د فتوی کوشش دي پریږدي، دا کار ګټه نه لري، او ځيني نوري سیاسی خبري هم وي.
ښکاره خبره وه چې زما خبري په ځینو کسانو باندې بدې او ترخي ولګیدلي، دا یو تریخ حقیقت وه.که څه هم داسي کړني د سولي پروژي ته موقته ګټه رسوي، مګر دا یو حقیقت وو او دی چې داسي هڅي دا نه چې د سولي پروسې ته ګټه نه کوي بلکه تاوان کوي او د سولي د سفر لاره نوره هم اوږدوي.
اوس هم چې تیره ورځ د لویې جرګي په خیمه کې کومه فتوی صادره سوه، تر هغه هم ډیري باریکي لري او ډیره کمزوري ده. په تیر مجلس کې یو څه بې طرفه کسان په دې فکر ورغلي وه، چې دا به رشتیا هم د خپلواکو او بي طرفه علماء کرامو مجلس وي، اوس به په هغه کچه هم نه وي. دویم دا چې هلته خلکو ته د خبرو وخت ورکول سوې وه او په ژوندۍ بڼه خبري نشرکیدلی، مطبوعات او شنونکي موجودوه، اوس داسي نه وه، ترڅو چې لیکلی شی مطبوعاتو ته راوتی څوک خبر هم نه وه.
دا چې په هره طریقه سره وي، وي به، کابل به د خپل موقف د مشروعیت لپاره هره هڅه چې د دوی په ګټه وي کوي به یې، امریکا هم خپل د مسؤلیت څخه تیښته کوي، یا دا چې هغوی د خپلو ظلمونو د ځواب او د عسکري حضور د بشپړ وتلو لپاره د حقیقت سره ځان نه مخامخ کوي او دا دروند او نه پورته کیدونکی مسؤلیت د کابل اداري په اوږو باندې وراچوي.کابل اداره هم د دې تلاښ کوي چې خپل ځان ته د ملت د نمائنده حکومت په توګه مشروعیت ورکړي، د د ې کوشش کوي چې طالبان او د طالبانو مشروعیت ترسوال لاندې راولي. د سولي په نامه هڅي تراوسه پوري په همدغه محور راګرځي.
زما په نظر چې دا هر څه تراوسه د جنګ د ستراتیژي اړخ دی، او دا هغه څه دي چې نه د مرض درمل کولای سي، نه حقیقت مغلوبه کولای سي او نه سوبه او سوله چې د ټولو هیوادوالو ورکه او ارمان دی راوستلای سي.
ښه به دا وي چې په داسي فورمول باندې کار وسي چې هم د روان حالت څخه د وتلو لار پیدا کړل سي او هم د هیواد خپلواکي په کې تضمین سوي وي. په داسي یوطرفه، غیرتحقیقي او مرموزو فتواګانو باندې نه څوک عمل کوي، نه څوک ورباندې محکوم کیږي، نه مسئله حل کوي او نه ورباندې هیواد جوړیږي، هسي د جنګ دوام، د وینوتویول، د وخت او فرصتونو ضائع کول دي.
په ځانګړي توګه ملایانو ته:
د علماوو په نامه که هرڅوک وي باید د نورو علماء کرامو حیثیت ته وګوري، عالم باید داسي کردار اداء کړي چې د الله او ملت په وړاندې مسؤل وي، د امریکا یرغل، ظالمانه کړني، د خلکو او ملتونو خپلواکی غصبول، په ټوله اسلامي نړۍ کې دسیسي جوړول، ورور په ورور، مسلمان په مسلمان وژل، د اسلامي نړۍ په زیرمو او شتمنیو خیټه اچول، زموږ په ګران هیواد کې د ترورست په نامه د لکونو انسانانو څخه د ژوند اخیستل، دیني شرائع توهینول، د خلکو په کورونو چاپي وهل، بېګناه افغانان په ګوانتانامو، بګرام او نورو زندانونو کې بندې کول، د خلکو تحقیرول، د فساد ترویجول او اوس هم د دغه لړۍ دوام او بالآخره د مسلمانانو دویمه قبله اقصی ویهودو ته سپارل… دا ټوله مو بحث نه کړه او نه مو د هغه په اړه تصمیم ونیوی!! عجیبه ده تاسو به هم د الله په وړاندې کوم جواب ولرئ؟؟؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close