طالبان کابل ښاریانو ته: له پوځي اهدافو لرې اوسئ د بریدونو پلانونه لرو

 

عزم(دوشنبه، ۳۱ غویی ۱۳۹۷) طالبانو د کابل له خلکو غوښتي چې له نظامي اهدافو دې لرې اوسي، ځکه دوی په نظامي اهدافو د بریدونو پلانونه لري.

طالبانو خپله اعلامیه کې یواځې کابل ښار هغه سیمو څخه د لیرې کیدو غوښتنه کړې چې بهرنیو پوځونو بکې د ملکي خلکونو ترمنځ مرکزونه جوړ کړي او له خلکو د سپر کار اخلي.

طالبانو ویلي ‹‹له همدې امله کله چې په دې مراکزو د مجاهدینو لخوا بریدونه کیږي نو ولسي خلکو ته هم په کې زیان اوړي او د اولسي خلکو وژل قطعا زموږ په جهادي تګلاره کې ځای نلري››.

اعلامیه کې له ولس څخه له پوځي اهدافو د لیرې والي غوښتنه شوې ‹‹نو د دې لپاره چې د اولسي تلفاتو کچه صفر ته راټیټه شي او زموږ بریدونه یوازې دښمن ته تلفات واړوي د کابل له ښاریانو مو غوښتنه دا ده چې د دښمن له پوځي، استخباراتي او نورو حساسو ادارو څخه ځان لرې وساتي.››

طالبان وایي ‹‹مجاهدین پلان لري چې دالخندق عملیاتو په لړ کې د دښمن په دغو مراکزو بریدونه ترسره کړي او موږ نه غواړو چې زموږ په بریدونو کې دې حتی یوه تن بیګناه انسان ته هم زیان ورسیږي، هیله ده چې زموږ عام هیوادوال به په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي او د دښمن د حساسو ادارو په شاوخوا کې د ګشت وګام، تګ راتګ او پاتې کیدلو څخه به ځان وساتي.››

بل خوا، طالبان د ملکي تلفاتو د مخنیوي په نوم یو کمیسیون هم لري او په دې اړه خپل خلک هم محاکمه کوی چې په بریدونو کې یې د بې احتیاطی له امله ولسي خلک وژل شوي وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: