تر کومه به وژل کېږو؟!!

صفي الله “رائد”
کلونه وشول چې د ځېنو لارورکو افغانانو نه همدا یوه پوښتنه په تکرار سره اورېدل کېږي (تر کومه به وژل کېږو؟!).

دا اودېته ورته ځینې نورې پوښتنې هم شته چې ځینې خلک یې په مجالسو او وخت په وخت د رسنیو له لارې بار بارتکراروي.
وایي: تر کله به وهل کېږو، ټکول کېږو او بلآخره تل د بل په لاس وژل کېږو؟!!
او دا روانه جګړه به اخېر تر کومه روانه وي؟! او…؟!!

زما په اند یادې پوښتنې دوه ډوله خلک ډېرې کوي.
لومړی: ځینې پلورل شوي خلک یادې پوښتنې د عام ذهنیت خرابولو او بدلولو په موخه په رسنیو او مجالسو کې کوي/ خپروي ( ترڅو دخلکو سترګو کې خاورې وپاشي او خپله خاوره تر اشغال پاکه او اوسنی بلواک، ګوډاګی نظام یو ازاد او خپلواک یادکړي، ګنې دوی ته د یادې جګړې ماهیت او پای ښه ورمعلوم دی، چې یاده جګړه د څه شي لپاره روانه او تر کومه به روانه وي.

دویمه ډله: دا هغه خلک دي چې لا هم ویښ ویده دي ( په ظاهره ویښ خو در اصل په پوره توګه دغفلت په خوب ویده دي؛ ځکه دوی لاهم د خپلې خاورې له بلواکۍ ندي خبر، دوی اوس هم ځانونه ازاد او خپلواک بولي.

یوه بله ډله هم شته، دوی بیا ټول په ټوله عام ولس ته د ویدو فکر کوي او په همدې ګمان ولس په داسې ناسمو پوښتنو په فکري ډول بل اړخ ته بیایي؛ دوی په داسې پوښتنو عام ذهنیت د یرغل په وړاندې د طالبانو روان مقدس جهاد په مادیاتو ولاړه جګړه انځوروي او غواړي په داسې بې بنیاده پوښتنو د افغان غیور ولس په سترګو کې خاورې ودوړوي.

ښایي یادو پوښتنو ته همدا یو جواب بسنه وکړي.

هو! مونږ به تر هغې وژل کېږو تر څو چې یو بهرنی اشغالګر دلته په سیمه کې موجود وي او دا فاسق بلواک نظام یې پر پښو درولی وي!!!

خفه کېږو به نه؛ ځکه زما په اند اوس هم کم وژل کېږو، که داسې ویښ ویده واوسو او تل همداسې غافله د غفلت پر بړستنو کې پراته وو، لرې نه ده چې د ورځې به تر زرو زیات ووژل شو.

هو! مونږ چا نه یو وژلي؛ بلکې مونږ خپله پخپل لاس خپل ځانونه وژلي؛ د یرغلګرو تر شاولاړ یو! دیو فاسد او بلواک نظام ملاتړي یو او په هر غدر، ظلم او وحشت یې ورته دلایل تراشو، نو ته وا څنګه به نه وژل کېږو؟!!

چې دامو حال وي نو خود به وژل کېږو.
هو تر هغه وخته به وژل کیږو، ترڅو مو چې یرغلکر له خپلې پاکې خاورې نه وي ورک کړي!!!
تر هغې وژل کېږو، تر څو مو دا ګډ فاسد نظام نه وي ړنګ کړی او پر ځای مو سپین سپېڅلی اسلامي نظام نه وي حاکم کړی.
د یو سپین سپېڅلي اسلامي نظام په هیله.

۶/۵/۲۰۱۸ یک شنبه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close