ننګرهار: دوه جلا پیښو کې ۱۰ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(چهارشنبه، ۵ غویی ۱۳۹۷) نن سهار مهال د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ شینوارو کلا سیمه کې د اربکیانو په موټر چاودنه ترسره شوه.

سیمئیزې سرچینې وایي چې په موټر کې سپرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې دوه تنه مړي یې لیدلي خو کره شمیره یې نده ښودلې.

همدا راز د بټي کوټ ولسوالۍ سپین خوړ کې سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو په یو ټانګ باندې چاودنه ترسره شوه.

د عزم یو تن همکار وایي چې ټانګ په بشپړه توګه تخریب شوی او پکې سپرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دغه چاودنه کې ۳ تنه عسکر وژل شوي دي.

طالبانو د دواړو پیښو مسئولیت منلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د بټي کوټ شینوارو کلا سیمې چاودنه کې یې ۵ تنه اربکیو ته مرګ ژوبله اړولې.

نوموړي د سپین خوړ د سیمې چاودنې په اړه ویلي چې ټانګ کې ۵ تنه سپاره ټول عسکر یې وژلي او د چاودنې له امله ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close