د مجیب زدران لوبډلې د راشد خان لوبډله ماته کړه

د هند په غوره لیګ سیالیو کې د مجیب ځدراڼ لوبډلې بیګاه د راشد خان لوبډلې ته په ۱۵ منډو ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې لومړۍ توپوهنه د مجیب ځدراڼ لوبډلې ترسره کړه چې په ۲۰ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو د کریس ګېل په زړه پورې سلیزې سربېره ۱۹۳ منډې جوړې کړې.

کریس ګېل په یاده لوبه کې د ۱۱ شپږیزو او یوې څلوریزې پر مټ په ۶۳ توپونو ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې د ۱۱ شپږیزو ترمنځ یې شپږ شپږیزې پر راشد خان ووهلې، او د راشد خان په ۱۶ توپونو یې ۴۱ منډې واخیستې.

په ځواب کې د راشد لوبډله په لومړي سر کې له ستونزو سره مخ شوه، چې شیکر ډاون ټپي شو او بل لوبغاړی وسوځېد، او همدا ډول یې وروسته د مجیب ځدراڼ په زړه پورې توپ اچونې سره ونشو کړای منډې چټکې کړي، چې مجیب مخالف لوبډله پخپلو ځانګړو تاوونکو توپونو له نور فشار سره مخ کړه.

همدا ډول د راشد لوبډلې لخوا کین ویلیمسن مسوولانه لوبه ترسره کړه، نوموړي ۵۴ او منیش پانډې ۵۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، خو خپلې لوبډلې ته یې بریا ورنکړه.

په توپوهنه کې انډري ټای او موهیټ شرما ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، خو له بل اړخه مجیب الرحمن په زړه پورې اقتصادي توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي پخپلو څلورو اورونو کې یوازې ۲۷ منډې ورکړې، چې له بل اړخه اشوین ۵۳ او موهیټ شرما ۵۱ منډې ورکړې.

په پای کې پنجاب لوبډلې حیدر اباد لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپير ماتې ورکړه، او کریس ګېل د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close