کندهار: ګډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال لسګونه ولسي وګړي وژلي او زنداني کړي

 

عزم(سه شنبه، ۲۰ وری ۱۳۹۷) تیره شپه د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د سوزنیانو سیمه کې ګډو ځواکونو عملیات کړي چې ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار ولایت چارواکي وایي: په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یې وړمه شپه عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۹ تنه طالب وسلوال وژل شوي.

خو د سیمې اوسیدونکي بیا وایي ګډو ځواکونو یې پر کورونو چاپې اچولي دوه تنه یې ځای پر ځای وژلي او ۶۰ تنه یې له ځان سره د بندیانو په توګه وړي.

ځایي اوسیدونکي وایي چې امنیتي ځواکونو یې نقلیه وسائطو د سوځولو ترڅنګ شنه فصلونه او د اوبو بندونه هم زیانمن کړي دي.

طالبانو د شاولیکوټ د سوزنیانو د سیمې د عملیاتو په تړاو ویلي چې له ګډو ځواکونو سره یې جګړه کړې ۷ تنه ملګري یې د جګړې په ترڅ کې وژل شوي.

طالبان وایي په دغه جګړه کې یې ګډو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړولې خو دقیقه شمیره یې نده ښودلې.

د شاولیکوټ د عامو خلکو د وژلو او بندیانولو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې رسنۍ لا هم د کندز د فاجعې د وژل شویو او ټپیانو په اړه خبرونه خپروي او د هیواد ځینو سیمو کې یې په غبرګون کې مظاهرې کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close