د دوو ګوتو پورته کول څه پیغام لري؟

عبدالله عزام

زمونږ په اسلامي هېوادونو کې بې شمېره مسلمان ځوانان په غرب پسي ړوند تقلید کوي او هغوی چې څه نوی حرکت کوي، ځوانه طبقه پرې پړمخي پرېوزي. ډېر مسلمان ځوانان په انځورونو کې وینو، چې د یورپ والو په څیر د انځور اخیستلو پر مهال دوې ګوتي اوچتوي او په تکلُف او تصنُع سره د فتحي خیالي معنی ترې مرادوي .

غربیانو مسلمان ځوانان په دې تېر ایستلي دي، چې د دوو ګوتو اوچتول دا د انګریزي توري وي[V] نښه ده او V د [Victory] مخففه ده، چې د فتحي معنی ورکوي. خو زمونږ ځوانان په دې نه پوهیږي، چې دا فتحه د چا خلاف ده او څنګه خیالي فتحه ده، چې په خارج کې هیڅ وجود نه لري. زمونږ خو اکثر اسلامي هیوادونه په ځانګړې توګه افغانستان مستعمره او د غربیانو تر تسلط لاندي دي، حتی چې ډېرو ځوانانو د هغوی خلاف لفظي مبارزه لا هم نه ده کړې، نو بیا له Victory څخه کومه او د چا خلاف فتحه مراد اخلي ..؟!

دا ځوانان تېروتلي دي. زه وایم وروڼو! پوه شئ او په غربیانو پسي ړوند تقلید مه کوئ، ځکه هغوی هیڅ داسي څه نه لري چې هغه دي مونږ ته ګټه ورسولای شي.
مسلمانان تل یوه ګوته اوچتوي او همدا د توحید شعار دی، چې د الله تعالی یو والي ته اشاره کوي.

دوه ګوتي پورته کول د خوشحالۍ په وخت کې کلونه مخته د یهودو رواج و او اوس هم دی.
له کامیابۍ وروسته به یې دوه ګوتي پورته کولې مطلب به یې داو چې کامیابي یو د خدای ﷻ بل د عزیر علیه السلام له طرفه راته نصیب شوه
نو اوس یې که چیرته مسلمان عقیدتًا پورته کوي نو کافر دی.
او که یې عقیدتًا نه پورته کوي نو ګنهګار دی.
تشبیه له کفارو سره ده په کلکه پرهیز کول ترې پکار دي.

[مرقاة المفاتیح، ج: ۸ ، ص:۲۲۷
حدیث رقم: ۴۳۴۷ کتاب الباس]

بل دا چې کفار په ځانګړې توګه نصاری چې د یوه خدای عقیده نه لري بلکي درې خدایان مني، نو د دوی دغه حرکت که څه هم د دوی د درو خدایانو اثبات ترې نه کیږي، خو د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره دوې ګوتي اوچتوي، تر څو د هغه یوه خدای له وجود څخه خو اقلا انکار راشي، کوم چې مسلمانان پرې عقیده دي. نو د دوو ګوتو په اوچتولو کې د توحید له هغه شعار او د یوه خدای له منلو څخه انکار راځي، کومه چې د مسلمانانو عقیده ده. که څه هم د مسلمانو ځوانانو دا نیت نه وي، خو مشابهت د هغوی سره راځي او د هغو کفارو پر پله پل ايښودل دي او د هغوی پَل جهنم ته ځي.رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
[مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ] “چاچې د کوم قوم سره مشابهت اختیار کړ،هغه له هم هغو څخه دی “.

الله دي وکړي چې د پوهي سبب مو ګرځېدلې وي او نور له دغه عمل څخه لاس واخلو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close