لوګر: د مشرانو جرګې مرستیال اصف صدیقي یوه ښځه تښتولې

عزم(یکشنبه، ۱۳مه، کب، ۱۳۹۶)

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ یو عام سړی وایي د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي یې ښځه تښتولې.

د ښځې اصلي خاوند فریدون نومیږي او ښځه شکیلا نومیږي چې ۹ کاله مخکې دوی دواړو سره واده کړی وو یوه لور هم ترې لري، خو د مشرانو جرګې دویم مرستیال صدیقي یاده ښځه په زور اړ کړې چې له خپل خاوند څخه طلاق واخلي او له ده سره واده وکړي.

د شکیلا خسر وایي، نږور یې اصف صدیقي لومړی اختطاف کړې او بیا وروسته یې دې ته اړ کړې تر څو له خپل خاوند نه بېله او له ده سره واده وکړي.

د شکیلا خاوند فریدون وایي، اصف صدیقي یې ښځې ته د کابل په خوشحال خان سیمه کې یو کور نیولی وو او دوه میاشتې یې هلته ورسره تېرې کړي دي، نوموړی وایي، له پلټنو وروسته یې وکولی شول ۲ میاشتې وروسته په خوشحال خان کې هغه کور پیدا کړي چې اصف صدیقي یې ښځې ته نیولی وو.

فریدون وایي، کابل او لوګر کې یې څو ځلې عدلي او قضایي ارګانونو ته خپله ستونزه ور رسولې خو چا یې غږ ندی اورېدلی او د اصف صدیقي لخوا په مرګ هم ګواښل شوي دي.

دوی اوس له عدلي او قضایي ارګانونو نه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزې ته پام وکړي او دوی ته یې حق ورکړي.

فریدون د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او پل علم کې خپل شخصي کاروبار کوي، د خوښۍ مشرانو ګواښ وکړ که یې غږ وانه ورېدل شي نو په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.

له فریدون سره د اړیکې شمېره:
0700799823
0744928890

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close