پاکستان د نفاذ شریعت محمدي مشر خوشې کوي

عزم(سه شنبه ۱۳۹۶ مرغومی ۱۹)

د پیښور محکمې د نفاذ شریعت محمدي د مشر مولانا صوفي محمد د مدافع وکیل له لوري د نوموړي د خوشې کیدلو ضمانت منلی.

د صوفي محمد وکیل ویلي صوفي محمد د پښتورګو له ناروغي کړیږي او څو ځله په زندان کې هم بستر شوی چې اوس یې تکلیف د اندیښنې وړ دی.

صوفي محمد هم ویلي چې عمر ورباندې تیر دی او زندان کې د اوسیدلو توان نلري

صوفي محمد ۹۰ کاله عمر لري چې پاکستان کې د نفاذ شریعت په نوم تنظیم مشر دی او یاد تنظیم په پاکستان کې ممنوع اعلان شوی.

صوفي محمد هغه مهال زیات شهرت پیدا کړلو کله چې امریکا په افغانستان حمله وکړه نوموړي په قبائلو کې د طالبانو د مرستې لپاره له خلکو سره او سپین زر نور زیورات کمبلې او خوراکي توکي راټول کړل او زیات طالبان یې د کونړ او نورستان له لارې خپلو سیمو ته راوستل او هلته یې وساتل.

صوفي محمد د تحریک طالبان پاکستان د اوسني مشر مولانا فضل الله خسر هم دی خو پاکستان اوس ویلي چې نوموړی به پریږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: