سوکاله ژوند مګر څنګه؟ (۱۷برخه)

طلحه مهاجر

او دالله تعالی دحکمونو سره سم پر اوامرو باندې عمل کول اوله هغه څه څخه ډډه کول چې منع ورڅخه شوې ده،تقواده .ددې په مټ مؤمن خپل او دالله دعذاب ترمنځ خنډ راپورته کولی شي اوله هغه څخه ځان ژغورلی شي .
دالله تعالی په لاره کې دالله تعالی دخوښۍ دترلاسه کولو لپاره په کوم شي کې خپل مال لګول”انفاق في سبیل الله ” دی .انفاق هم دنیک عمل یوه څانګه ده او دا هم هغه لړۍ ده چې ورباندي دعمل کولو په مټ سره انسان دقیامت په ورځ له ویري اوکړاو څخه په امن کېدلی شي .الله تعالی فرمایي :
الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ثُمَّ لاَ يُتْبِعُونَ مَا أَنفَقُواُ مَنًّا وَلاَ أَذًى لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (سورة البقرة ۲۶۲)
“کوم کسان چې خپل مالونه دالله په لار کې لګوي اوله لګښت څخه وروسته پاسلونه نه کوي اونه ازار ورکوي، دهغوی ثواب دهغوی درب سره دی اوپرهغوی څه وېره ،ترهه،غم اوخفګان نشته .”
په آیت مبارک کې د وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ مطلب دا دی چې دغه کسان به دقیامت په ورځ دالله تعالی دعذاب له ویري او ترهي څخه په امن وي،ځکه چې هغوی په دنیاکې دالله تعالی په لاره کې خپل دمال په لګولوسره له دغو کړاوونوڅخه دخلاصون ضمانت اخیستی دی .
هغوی دخیر اوښېګڼي په بې شمېره کارونو کې خپل مالونه ولګول،په ځانګړې توګه یې دالله تعالی دکلمې داعلاء او دکفردکلمې دسر ټيټي لپاره خپل هرڅه قربان کړل .ځکه به نن ورځ دغه دالله په لاره کې خپل مال لګونکي بې ویري،ډاډه،مطمئن او شادان وي .
دلته مو باید یو مهم ټکي ته پام وي چې قرآن کریم دالله تعالی په لاره کې دمال دلګولو په مټ دقیامت د ورځي له کړاو څخه دخلاصون لپاره دوه شرطونه بیان کړي دي :
{۱} دمال دمصرفونکي نیت به صاف وي .
دمال دلګونکي نیت به صفا وي ،چاته چې څه مال ورکوي پرهغه باید پاسلونه وکړي او احسان ورباندي وانه چوي،نه په ژبه باندي اونه په زړه کې .داسي نه چې دمال له لګولوڅخه وروسته دهغه پاسلونه کوي یاپه بدله کې له هغه څخه دمنني کولو یااحسان هیله لري .
{۲} دمال مصرفول دي دتکلیف رسولو وسیله نه ګرځوي ،دبیلګي په ډول چاته چې یې مال ورکړی وي هغه ته ووایي ته خوتل همداسي فقیر یې .یا دورکړي پرمهال تندی تریو او رنګ ته تغیر ورکړي .اعاذنا الله منه .(تیسیر الکریم الرحمن (۱۱۳)
دحضرت حسان بن ابي سنان ^ په اړه راځي چې مریی به دمال اوعیال سره وپېری او آزاد به یې کړ اوخپل دځان پېژندل به یې هم دهغه په وړاندې نه څرګنداوه (زادالمسیر۲۶۲۱)
له دې ټول تفصیل څخه داخبره بلکل څرګنده شوه چې په صدق او اخلاص سره دالله تعالی په لاره کې مال لګول څه وړه خبره نه ده او هرمال لګوونکی دغه ستري مرتبې ته نشي رسېدلی .
هرمؤمن ته ښايي چې دالله تعالی په لاره کې دمال دلګولوپرمهال خپل زړه او نیت ښه صاف کړي اوپه هغه کې دي داخلاص دپیدا کولو هڅه وکړي اوددغې صدقې فضیلت دي په خاطر کې حاضر وساتي،چې یوازي او یوازي یې دالله تعالی درضالپاره پرهغه باندې دکوم ډول احسان له اچولو اوتکلیف ورکولوپرته ولګوي .
نبي کریم ﷺ فرمایي چې په کومه ورځ چې دالله تعالی دعرش له سایې څخه پرته بله کومه سایه نه وي ،په هغه ورځ به الله تعالی اوه ډوله خلګوته خپل دعرش په سایه کې ځای ورکړي .له هغوڅخه یوداهم دی چې په دومره په مرموز ډول صدقه وکړي چې دهغه کیڼ لاس خبرنشي چې ښي لاس یې څه صدقه اوخیرات کړل .(صحیح البخاري في کتاب الاذان/۶۶۰ ،کتاب الزکات،باب فضل اخفاء الصدقة/۱۰۳۱).
په سورة الدهر کې دهغو مؤمنانو چې په حقیقت کې دقیامت د ورځي له کړاونوڅخه په وېره کې وي، مکافات بیان شوي دي چې دغه کسان به دقیامت د ورځي له ویري ،سختۍ اومصیبتونوڅخه په امن کې وي او الله تعالی به هغوي ته په دنیاکې دهغوی دخوف او اعمالو پوره پوره بدله ورکړي اوپه پوره ډاډینه اوبشپړ اطمینان سره به اوسي .
الله تبارک وتعالی فرمایي :
إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا 10 فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذَلِكَ الْيَوْمِ وَلَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا 11 وَجَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا(سورة الانسان۱۰- ۱۲)
“له مونږسره خودخپل پروردګار دهغي ورځي دعذاب وېره ده چې دسخت کړاو ډېره اوږده ورځ به وي .نوالله تعالی به دوی دهغي ورځي له کړاو څخه وژغوري اودوی ته به تر تازګي اوخوشحالي ورپه برخه کړي اودهغوی دصبر په بدله کې به هغوی ته جنت او ورېښمین کالي ورکړي .”
همدارنګه څوک چې په دنیاکې ښېګڼي وکړي اوله حراموڅخه ځانونه وژغوري ،له دې سره بیاهم دقیامت په ورځ دالله تعالی په وړاندې ددرېدلو ویري پرهغوی لړزه طاري کوي ،دداسي خلګو اجر الله تعالی بیانوي اوفرمایي:
لاَ يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلاَئِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ (سورة الانبیاء ۱۰۳)
“هغه دزیاتي وارخطایي وخت به هغوی هیڅ یوبڅری اندېښمن نه کړي ،اوفرشتوبه دهغوی سره لاس ترلاسه نیولي وي چې دغه ستاسي هم هغه ورځ ده چې ستاسي سره دهغې وعده کېده .”
قرآن کریم دمؤمنانو ایماني کیفیت اودهغوی دقیامت د ورځي د ډاډيني بیان کوي ،هغوی مطمئن کوي،دالله تعالی درحمت دمستحق ګرځېدلو ،په اخرت کې د ډاډ اوسکون اودجنت دنعمتونو ،پېرزوینو او راحتونو زېري ورکوي .په دنیا کې له الله تعالی څخه وېره ،دنیکو کارونو لوري ته میلان او له حرامو څخه ډډه مؤمنانوته دآخرت له کړاونو،سختیو،ناخوالو او مصیبتونو څخه نجات ور بخښي .(ظلال القرآن(۶/۳۷۸۲)تیسیرالکریم الرحمن ۹۰۱)

نوربیا…….. ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close