GPS څه شی دی؟

لیکوال: انجنیر نجی الله حکیم

پخوا زمانه کې به چې کله خلک بهر ته په کوم لرې سفر وتل نو ددې لپاره چی دوی خپله د منزل لاره غلطه نه کړي مختلفې طریقې به یې کارولې ځنې له دغو طریقو نه د نقشې استعمال ،کمپاس او یا هم چی زمونږ په وطن کې ډير عام ؤ، هغه د ستورو په مرسته د لارې پیدا کول ؤ، او خپل منزل ته به یې په همدې طریقه ځان رساوه.

خو اوس حالات بدل دي ۲۱ پیړۍ ده ، نن سبا یوه کوچنۍ اله چی ‏(۱۰۰$) نه کم قیمت لري کولائ شي ڼړۍ به هر کونج او هره نقطه کی ستاسې موقیعت در معلوم کړي دغه اله (GPS) یا (Global positioning system) ده چی خلاص اسمان لاندې ستاسې موقیعت دنړۍ په هر ګوټ کې درپه ګوته شي.

پدغه لیکنه کې به زه د امکان تر حده کوښښ وکړم چی تاسې ته دا روښانه کړم هغه اله چې مونږ ورنه به ورځنې ژوند کی کار اخلو د کومې تکنالوجۍ محصول دی په بله معنې چی هغه اله چی مونږ ترې کار اخلو څرنګه مونږ ته خپل موقیعت ښيي.

(GPS) په حقیقت کی په فضاء کې د ۲۷ سپوږمکیو(سیټلایټونو) څخه جوړ د یوه سیستم نه په استفادې سره مونږ ته خپل موقیعت ښيي چی لدوي څخه ۲۴ یې هر وخت فعاله وي او ۳ یې ددي لپاره چی په نورو کی تخنیکې ستونزې پيښې شي نو یو لدغو ۳ نه د هغوئ ځائ نیسي.

دغه سیستم امریکايي فوځ د خپلو فوځیانو د لارښونې او د هغوئ حرکات په نظر کي ساتلو لپاره په ۱۹۷۳ کال کی جوړول پيل کړل تر څو په ۱۹۹۵م کال کی یې پوره په فعالیت پیل وکړ خو ډیر زر په ۲۰۰۰م کال کې د عامو خلکو د استفادې لپاره پریښودل شو.

دغه سپوږمکئ چی وزن یې له ۱.۵ ټنو څخه تر ۲ ټنه پورې رسیږي له ځمکې نه په یوه دایروي مدار کی چی ۱۹۰۰۰ کلومتره پورته دی په( ۷۰۰ ) ‏میل/ساعت حرکت کوي چی په ورځ کی هر یوه لدغو سپوږمکیو نه دوه ځلې خپل دور له ټولې ځمکې نه سرته رسوي. (GPS) سپوږمکۍ ۱۰ کاله ژوند لري چې پس له ۱۰ کالو له فعالیت نه لویږي او د ځمکې د کنټرول سنټر لخوا یا خو بیرته ځمکې ته راښکته کیږي او یا هم فضاء هغه مدارونو ته چی هلته نورې سپوږمکۍ نه وي لیږدوي یې، دوئ په خپلو مدارونو کی پداسې شکل سره ځائ پر ځائ شوي دي چی هر وخت کې د ځمکې په هر نقطه کی تر ۴ پورې سپوږمکۍ په فضاء کی ښکاره وي یعنی په هر ۱۵درجې عرض البلد یوه سپوږمکۍ ، د (GPS) وظیفه دا ده چی لدغو سپوږمکیو سره ځان د رادیوي اموجو په مرسته وصل کړي د هغوئ نه خپله فاصله معلومه کړي او لدغو معلوماتو نه په استفادې سره مونږ ته خپل موقیعت وښيي.

(GPS) د یوې ااسانه الجبري قاعدې نه په استفادې سره چې د ټرای لاټریشن (trilateration) په نوم سره یادیږي مونږ ته خپل موقیعت معلوموي.

دغه الجبري قاعده په لاندې ډول ده:

داسې فکر وکړئ چی تاسې په یوه نامعلوم ځائ کی ورک یاست او ستاسې سره هیڅ معلومات نشته چی تاسې کوم ځاۍ کی یاست خو که یو نفر تاسې ته دا معلومات درکړي چی تاسې له یو ښار نه ۸ کلومتره لرې یاستئ نو که تاسې یوه دایره چی قطر یې ۸ کلومتره وي له همغه نقطې رسم کړئ نو تاسې اووس پدغه دایره کی دننه قرار لرئ.

اووس یو بل نفر همدغه معلومات له یو بل ښار څخه درکوي چی تاسې له هغې ښار نه ۱۲ کلومتره لرې یاستئ نو تاسې له همغې نقطې څخه یوه بله دایره رسم کوئ چې قطر یی ۱۲ کلومتره وي که چیرې تاسې دغه دواړه معلومات سره جمع کړئ نو تاسې ته به دا معلومه شي چی تاسې د دغو دوه دایرو د تقاطع په ساحه کی موقیعت لرئ.

خو تاسې ته اووس هم خپل دقیق موقیعت ندې معلوم نو که یو بل نفر تاسې ته له یو بل څخه همدغه معلومات درکړي او تاسې په همغه اندازه یوه بله دایره رسم کړئ نو دغه درې دایرې په یوه مشترکه نقطه کی یو بل قطعه کوي چی دغه مشترکه نقطه ستاسې موقیعت ښيي.

خو (GPS) د درې بعدي ټرای لاټریشن په مرسته کار کوي څرنګه چې رادیوي امواج په درې بعدي شکل(کروي) خپریږي نو ځکه پورتنې مطلب چی په دوه بعدي ډول بیان شوې په حقیقت په درې بعدي باندې د پوهیدو لپاره اسانه طریقه ده. په درې بعدي طریقه له کروي شکل څخه استفاده کیږي چې د صفحې پر مخ د هغې مشاهده کول ګران کار دی. پورتني مثال کې درې نفر درې سپوږمکۍ دي چې (GPS) الې ته معلومات ورکوي (GPS) اله سپوږمکیو څخه خپله فاصله معلوموي، (GPS) اله رادیوي امواجو د رارسیدو وخت معلومي بیا دغه وخت رادیوي امواجو د سرعت سره چې( ۳۰۰،۰۰۰ سکنډ /کلو متره) دې ضربوي تر څو فاصله معلومه کړي.

ددي لپاره چی جي پي ایس اله مونږ ته خپل موقیعت وښایی نو باید چې دغې اله ته له ۴ پورې سپوږمکیو څخه معلومات(سګنال) راشي چي بیا دغه اله د سپوږمکیو څخه راغلي معلومات چی له هغه ځائ څخه په کوډونو کې راغلي وي په موقیعت باندې تبدیلوي.

دغه اله کولې شي چې په ګاډو کې استعمال شي تر څو یوه اداره یا یوه کمپنۍ وکولای شي هغوئ ته خپل تولید معلوم وي او ویی څاري چې ایا هغه د خپلې خاصې جغرفیې نه بهر خو ندې تللې یا دولتونه کولای شي چې ددغې الې په مرسته چې په هر موټر کې لګیدلې موټر د نظر لاندې ونیسي.دغه اله په ګرځنده تلیفونونو کې هم لګیدلي وي چې دهغې په مرسته د هر موبایل موقیعت ښودل کیږي.

د یادونې وړ ده دغه (GPS) سیستم لومړي د امریکا د فوځ لپاره جوړ شوې وه او بیا وروسته د عام خلکو لپاره وقف شو نو د امریکايي فوځ لخوا نه د دغو الو دقت یا د موقیعت معلومولو دقیق معلومات قصدا کم کړائ شو خو هغه (GPS) الې چې د امریکايي فوځ په استعمال کې دي هغوی ته یو خاص اندازه دقت چی (PPS) یا (Precise postioning service) لري او کولائ شي چې ډیر دقیق موقیعت وښيي.

هغه (GPS) الې چې ۱۸ کلومتره نه پاس فضاء کې کار کوي امریکا لخوا نه هغې ته د خاصې اجازت نامې اخستلوضرورت وي دغسې الې توغندیو په مختلفو قسمونو کې او الوتکو کې استمالیږي.

(GPS) کولائ شي چې په یوه نامعلوم ځای او توره تیاره کې یو کس تر خپل هدف پورې ورسوي! د امریکایی فوځ لخوا څخه د خپل اهدافو دقیق معلومات ،خپل اهداف په دقیق ډول په نښه کول د همدې (GPS) په مرسته ترسره کیږي په توغندیو او نورو اهدافو په نښه کوونکو سیستمونو کې دغسې یوه اله ځائ پر ځائ شوي وي چې د همدې په مرسته خپل هدف ته ځان رسوي.

څرنګه چې دغه سیستم امریکا لاس لاندې دي ځکه نور مختللې هیوادونه کوښښ کوي چې دغسې یو سیستم د ځان لپاره بیل ولري نو لومړې روسانو پیل وکړو روس د امریکا پدغه سیستم باور نه لري نو ځکه یی خپل یو سیستم چې د (GLONASS) په نوم یادیږي او GPS معادل سیستم دی په کال ۱۹۷۳م کې پیل او تر۲۰۰۱م پورې پوره تکمیل کړو دغه سیستم هم کولائ شي د ځمکې په هره نقطه کې موقیعت وښيي څرنګه چې د (GPS) نه وروسته مکمل شو نو (GPS) ترینه مخکې نړیوال بازار نیولې وه له همدې امله استمال یی کم دې خو د روسانو لخوا نه په فوځي برخه کې له همدې سیستم نه کار اخستل کیږي.

(COMPASS) د چین چې کار پرې روان دي او تر ۲۰۲۰م پورې به پوره فعال شي، (IRNSS) د هند ،(QZSS) د جاپان چې دغه سیستمونه د تیاریدو په مختلفو مرحلو کی دي.

لکه څرنګه چې امریکایی فوځیانو د ټولو ورځني فعالیتونو دارومدار په جي پی ایس ولاړ دی لکه فوځیانو ته مختلف ځایونه په نښه کول هغوئ ته جنګي توکي رسول همدارنګه کروز میزایل او هوښیار توغندي خپل دقیق هدف ته رسول او دهغوئ د تګ مسیر ټاکل دغو ټولو دارومدار په جي پي ایس باندی دی ن. او لدوئ سره بل کوم معادل نظام نشته نو که چیرې د ځنې تخنیکي ستونزو له امله چی په فضاء کی سپوږمکیو ته پیښېږي جي پي ایس کار پریږدي نو د بلې سپوږمکۍ لیږل زیات مصارف غواړي چی له امله یی ددوئ په فعالیتونو تاثیر غورځوي له همدې امله امریکایی فوځ د سپوږمکیو یو بل سیستم چی د ایریدیم په نوم سره یادیږي چې په فضاء کی له ۶۶ سپوږمکیو څخه جوړ دی اراده لري چې لدغه سیستم څخه د جي پي ایس د متبادل سمیستم په ډول کار واخلي دغه ۶۶ سپوږمکۍ لومړي د تلیفونې ارطباطاتو د ټینګولو لپاره استول شوې وی چی بیا پدغه هدف کی ناکامې شوي او اووس کومه خاصه وظیفه نه اجراء کوي نو ځکه امریکایي فوځ غواړي چې په همدغه سپوږمکیو کې د جي پي ایس سیستم انسټال کړي تر څو په اینده کې ترینه کار واخستلې شي.

همدارنګه برتانویان غواړي چې یوه بله تکنالوژي د جي پي ایس معادل چی د کوانټم کمپاس په نوم یادیږي وکاروي چې دغه تکنالوژي به د ځمکې د مقناطیسي خاصیت نه به په استفادې سره موقیعت ښایی. او پدغه برخه کې یې پرمختګ هم کړې او ددوئ دعوې له مخې چی په اینده کی له ۵ نه تر ۶ کالونو پورې به مونږ وکولائ شو چې خپل موقیعت د ځمکې په هره نقطه کی د همدې تکنالوژۍ په مرسته پیدا کړو چې بغیر د سپوږمکیوؤ فضاء ته لیږدولو به دغه تکنالوژي کار کوي او له هغې نه به په کمه بیه پریوزي.‍

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close