د بګرام زیرزمینۍ کې ټیلرسن سره د اشرف غني لیدنه او د افغانانو غبرګونونه

د کابل پوهنتون استاد لیکوال او شناند ډاکټر فیض ځلاند په خپل فیسبوک اکاونټ لیکلي.

د غني او ټیلرسن ملاقات د باګرام په یو پټ غار کې له ډاره ترسره شو چېرته چې په دیوال د اور لګیدنې ضد زنګ، نظامي ساعت لږیدلي و، ارګ له شرمه د تصویر دا برخې فوټو شاپ کړي وي، خو امریکایانو چې کوم عکس خپور کړی هغه کې شته.
ارګخیل په دې شرم شرمیدل چې ووایې چې غنې باګرام ته پټ تللی او تیلرسن باګرام ته پټ راغلی، له دې پورته تاریخي سرټیټی چېرته دی.
کابل له شرمه سر ځوړند دی، خو ځینې بې شرمه لا چغیږي!

د پښتون خوځښت په نوم د دغه خوځښت یو غړی او لیکوال خیرالله شینواری بیا دغه ملاقات له شرمه ډک ملاقات په نوم بللی.

د zalmai pashton په نوم یو فیسبوکي کارن بیا لیکي

په شرمونو شرمیدلي حکومت مشران
نن دامریکا دبهرنیو چارو وزیرکابل ته راغې پر ځای د دې چی نوموړې ارګ ته ورشی ولسمشر غنی سره دکابینی
دامریکا سفارت ته ورغلی ده
اوس دغه خلک په مونږ حکومت کوی عجب مخلوق دی.

د یاسین حمزه په نوم یو بل فیسبوکي کارند ارګ
د ګرځنده ارګ په نوم نومولی هغه داسې لیکلي

مبایل ارګ:
ارګ اوس هغه ارګ نه دی اوس ډاکټرانو ارګ ته ټایرونه اچولي په ملاقاتو پسي یې ګرد ګرځوي.
هېره دي نه وي چې تېره ورځ هم ع او غ غبرګو پکې د ټېلریسن استقبال او ملاقات ته بېړنی سفر وکړ.
#ګرځنده_ارګ

همدارنګه یو بل فیسبوکي کارند عاکف مهاجر په نوم لیکي چې ارګ هم د باګرام ناسته ناسمه بولي هغه لیکلي چې.

ارګ هم په باګرام کې ناسته شرم بولي ځکه یې انځور فوټوشاپ او باګرام یې په ارګ ونومولو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: