
شرافت ویاړ
را تاو چې دې د سترګو له حرم دي مجاهــده!
کاږه واږه باڼه دې محترم دي مجاهــــــــده!
جالبه ده د مــــــــات زړه په زخمو بلا اثر کا!
دوا دې سپېرې خاورې د قدم دي مجاهــــده!
زموږ کلي ته ډېر راځه طالبه چې څېرې مـو!
شبابې شي د حسن له شبنم دي مجاهــــــده!
کمین نه چې راځې د کلي منځ کې مه تېرېږه!
کږې تا پسې پېغلې مو د چم دي مجاهــــــده!
د وچو او سپېرو شونډو دعاء ده شرافــتـــــه!
ژوندی دې یې قربان مه راځه غم دې مجاهــده!