کابل کې نفوذي سرتیري ۲ امریکایان مړه ۳ ژوبل کړل

 پرون ورځ کابل ښارته څیرمه یو افغان پولیس په روزنځای کې بر بهرنیو روزونکو د ټوپک شپیلۍ ورواړوله اوډزې یې پرې وکړې.

په دغه برید کې دوه تنه ځای پر ځای و وژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.

سرتیری چې د افغان ځواکونو یونیفورم یې پر تن وو تر اوسه نده معلومه چې د همدې روزنتون غړی وو او که کوم وسلوال د ګډحکومت د عسکرو له یونیفورم نه په استفادې دغه روزنتون ته ننوتلی او په بهرنیانو یې برید کړی.

د ناټو ځواکونو ویاند منلې چې دوه تنه بهرنیان  په دغه برید کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي هغه وایي چې د ټپیانو درملنه روانه ده.

یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د بهرنیانو د مړو او ټپیانو شمیره تر دې لوړه ده خو ناټو اوس یواځې د دوه نفرو مړینه او د دریو ټپي کیدل مني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close