کابل: د بهرنیو پوځیانو په کاروان برید ۱۶ عسکر مړه او ژوبل کړل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش اعلان کړی چې غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلورلارې ته څېرمه د بهرنیو پوځیانو په کاروان موټربم برید شوی.

دانش زیاته کړه، تر اوسه دوی ته په برید کې د درېو کسانو د ټپي کېدو خبر ورغلی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر په مټ شوي برید کې ټپیان شوي کسان ولسي وګړي دي.

چاودنه د کابل لوېدیځ کې د پولیسو د پنځمې امنیتي حوزې اړوند “افشار” سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدانو هم ویلي، د برید پر مهال له سیمې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان د تېرېدا په حال کې و.

طالبانو د برید مسئولیت خپل بللی او وایي چې دغه برید د امریکايي عسکرو ۳ ټانکونه ویجاړ کړي او ۱۶ پوځیان مړه او زخمیان کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close