حضرت عمر رض څوک وه؟؟؟

ویس احسان
حضرت عمر رض څوک وه؟؟؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عمر(رض) هغه څوک وو،
کوم چې د نبي علیه السلام په خاص دعا الله جل جلاله اسلام ته ورکړو。

عمر (رض) هغه څوک وو،
چا چې ۲۲ لکه مربع میله د اسلام بیرغ رپولی وو。

عمر (رض) هغه څوک وو،
د چا باره کی چی نبي علیه السلام فرمایلی وو، چی که له ما نه ورورسته بل نبي راتلای هغه به عمر (رض) وای。

عمر (رض) هغه څوک وو،
چې شیطان به ولیدو نو لاره به یې ترې بدلوله。

عمر (رض) هغه څوک وو،
چې یهودیانو به ویل که لس کاله یې نور حکومت کړی وای نو په ټوله دنیا به یې د الله جل جلاله دین او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم حکم نافذ کړی وای。

عمر (رض) هغه څوک دی،
چې نن د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په قدمونو مبارکو کې ارام کوي。
#فداك_ابي_واُمي_ياعمر❤️❤️❤️

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close