سینګاپور: ټکر د امریکا جنګي بیړۍ زیانمنه کړه

د امریکا بحري ځواک اعلان کړی چې ددوی یوه توغندي ویشتونکې جنګي بیړۍ د سینګاپور بندر کې بلې ملکي بیړۍ سره ټکر شوې او زیان یې موندلی دی.

د اووم بحري ځواک خبرپاڼه کې راغلي چې بیګاه ماښام د “یو.اس.اس.جان.میک.کین” په نوم د امریکا یوه توغندي ویشتونکي جنګي بیړۍ بلې له ځان غټې ملکي بیړۍ سره لګیدلې ده.

پیښه کې د جنګي بیړۍ د اخري برخې کیڼ اړخ زیانمن شوی دی، خو نوره د زیان کچه نه ده ښودل شوې چې آیا وسلو وسائلو یا عملې ته کوم او څومره زیان اووښتی دی. دا هم نه دي ویل شوي چې ملکي بیړۍ ته څومره زیان اووښتی دی.

د پیښې مهال د بیړۍ انجن چالان وه او د شا له کیڼ اړخه ولګیدله. ددې بیړۍ وزن ۹۰۰۰ ټنه او ۵۰۵ فوټه اوږدوالی لري، مقابل کې ملکي کښتئ د تیلو ټانکر دی چې د لایبیریا بیرغ لري، ۳۰۰۰۰ ټنه وزن او ۶۰۰ فوټه اوږدوالی لري.

له دې ۳ میاشتې مخکې د امریکا یوه بله جنګي بیړۍ هم بلې ملکي بیړۍ سره جنګیدلې وه، چې پایله کې ۷ تنه وژل شوي وه او بیړۍ ته ژور زیان اووښتی وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close