غفور پیروز او په هیواد کې د معاصر اعتزال پدیده

لیکوال: زلمی مدني
اعتزالي تفکر اوږد تاریخ لري. لومړني معتزله هغه عقلګرایان ول چې هڅه یې کوله اسماني دین دد ځمکني بشر د عقل په مقیاس برابر کړي.دوی د دیني عقائدو او شرائعو هغې برخې یا رد کړې او یا یې هم له ځانه ورته توجیهات را وایستل چې د انساني عقل له غوښتنو سره یې توافق نه راتلو. معتزله د الله تعالی له دیدار څخه منکر شول،قران کریم یې مخلوق یا د رسول الله الفاظ وبلل.د تقدیر مسئله چې د انساني عقل د حیرت تر ټولو مهم مورد دی معتزله له تقدیر څخه منکر شول او ویي ویل چې انسان مختار دی.ځکه دا د الهي عدل د تقاضا خلاف باور دی چې الله تعالی دې یو ځل د انسان کردار مقدر کړي او بیا دې په هغه عمل سزا ورکوي. دوی له تقدیر په انکار سره ځانونه الله تعالی ته د عدل ثابتوونکي بلل او خپله فرقه یې (اهل التوحید والعدل) بلله. عقلګرا معتزله د قیامت او معاد په سم تحلیل کې هم پاته راغلل او ویې ویل چې د انسان بیا راژوندي کیدل عقلا محال دي نو دوی باور درلود چې قیامت، ثواب او عذاب روحاني احساسات دي کوم خارجي وجود نلري.

معتزله فرقه چې ځانونه یې عقل پرست بلل او دین یې د عقل په قالب کې ځایاوو، دې ته یې فکر نه درلود چې دین د خبیر او قدیم رب متعال جل جلاله فرمان او قانون دی چې د حادث انسان عقل یې نه د ټولو اسرارو د تحلیل ځواک لري او نه یې هم له خپلو غوښتنو سره منطبق کولای شي.همدا لامل و چې معتزله فرقه د یوې شاذې او منحرفې فرقې په توګه د دین د تحریف په جرم ګمراه وشمیرل شول او ټول امت ترې برائت اعلان کړ. هغوی د اهل السنة و الجماعت له ډلې خارج وبلل شول او دوخت عباسي خلیفه محي السنة المتوکل علی الله یې په مذهب او مذهبي تبلیغاتو بندیز ولګاوو چې ورسره دغه لومړني عقلګرایان هم کرار کرار له صحنې محو او د تاریخ برخه وګرځیدل.

هغه پدیده چې اوس ورته معاصر اعتزال یا نوي عقلګرایان وایي په اسلامي نړۍ د غربي استعمار له دورې څخه را شروع کیږي. په وروستیو پیړیو کې د غربي او کفري نړۍ پرمختګ او د مسلمانانو وروسته پاتي کیدلو مسلمانان مفکرین په ژور وسواس مبتلا کړل چې په پایله کې یې د مسلمانانو لخوا په درې ډوله عکس العمل وښودل شو. ځینو د غربي فیلسوفانو دا خبره ومنله چې د مسلمانانو د عقب ماندګۍ اصلي سبب اسلام دی نو که مسلمانان پرمختګ غواړي باید اسلام پریږدي. دې ډلې په اسلام باور له لاسه ورکړ او د پرمختګ ضامن یې غربي کفر وباله. دویمې ډلې وویل چې اصلا مسلمانانو واقعي او د خیر القرون اسلام ته شا اړولې نو ځکه وروسته پاتې دي دوی له غرب سره د سیالۍ لپاره د اصلي اسلامي تعلیماتو لکه خلافت، امت،جهاد او شریعت د را ژوندي کولو خوځښت پیل کړ چې لا هم دا مفکوره په درسته اسلامي نړۍ کې جریان لري. دریمې ډلې فکر وکړ چې د اسلام هغه تعبیر چې په تیره زریزه کې شوی د اوس عصر له غوښتنو سره توافق نلري، په اسلام کې د اوس عصر مروجه عقل ګرایي له پامه غورځول شوې نو باید اسلام له سره د عقل په رڼا کې داسې تفسیر شي چې د اوسنی وخت له غالب تفکر سره اړخ ولګوي. دې ډلې په حقیقت کې هماغه د معتزله وو شعار را ژوندی کړ چې عقل تر ټولو ستر اصل دی او باید د دین په شمول هر څه یوازې د عقل په تله وتلل شي معتزله وو به ویل (المعارفُ کلّها معقولة بالعقلِ، واجبة بنظر العقل)

معاصر معتزله یا عقل ګرایان چې کله خو ځانونه تجدد ګرایان هم بولي ځینو یې د خپل فلسفي خاصیتت له امله د دین نوي او عقلي تفسیر ته کار ویلی او ځینې یې بیا د غربي نړیوال لادینیت د هغې سترې پروژې برخه دي چې غواړي په نویو او بیلابیلو دیني تفسیرونو او تاویلاتو سره مسلمانان په خپل دین کې شکمن کړي او د تفرق فتنې را ويښي کړي.

معاصر اعتزال هم د هرې نوې مفکورې په شان له معمولي ادعاوو څخه پیل کړی او دوخت په تیریدو سرهه یې افکار او عقائد د پخوا په نسبت سخت او افراطي شوي دي او په دین کې لا نورو تاویلاتو ته خبره رسیدلې ده. د بیلګې په توګه په مصر کې د دیني عقل ګرایي مفکوره د محمد عبده له وخته را پيل شوې وه، خو وروسته یې دومره وده وکړه چې د نصر حامد ابو زید او حسن حنفي لخوا انساني عقل کټ مټ د معتزله و په شان تر ټولو ستر اصل وبلل شو. حسن حنفي وایي: زموږ د وخت شرایط د عقل اصالت منل او له عقلانیت څخه دفاع ایجابوي، ځکه چې زموږ د ماډرن فکر تاریخ هم په همدې دلالت کوي له همدې امله د معتزله وو مسلک چې عقل یې د نقل لپاره اساس باله دنن ورځې مهم ضرورت بلل کیږي.)

زموږ هیوادچې له وخته د فکر او فلسفې د تولید له نګاه له فقر سره مخ دی د معاصر اعتزال مفکوره هم پهه کې کومه سابقه نلري خو زموږ په چم ګاونډ کې معاصر اعتزالي افکار له ډیره وخته د خپریدو په حال کې دي. په هند کې سرسید احمد خان د دغو افکارو یو مخکښ دی چې د قرآن دمخلوقیت په بار کې کټ مټ د پخوانیو معتزله وو په شان عقیده لري دغه راز د تعدد زوجات او حتی د پیري د وجود په اړه ټول آیاتونه یې د عقل خلاف بللي او خپلسري تاویلات یې په کې کړي.

غفور پيروز ته د جاودی غامدي لیک
غفور پيروز ته د جاودی غامدي لیک

په پاکستان او هند کې د سرسید احمد خان د معتزلي افکارو یو مشهور پالونکی جاویداحمد غامدي دی. نوموړی د صحیح احادیثو په رد او آیتونو په تحریف او تأویل شهرت لري. جاوید احمد غامدي هم هڅه کوي چې اسلامي احکام او شرایع ټول په خپل عقل برابر کړي نو ځکه هر هغه حدیث چې دده د عقل د غوښتنو خلاف خبره په کې شوي وي په بیلابیلو دلائلو یې مجروح بولي او رد کوي یې.

 

غامدي په اسلام کې د محصن زناکار لپاره د سنګسار حد صحیح نه بولي، د ښځې لپاره د حجاب رعایت همم شرعي حکم نه بولي.غامدي وایي ښځه د نارینه وو امامت کولای شي.موسیقي اوریدل جائز دي، مسلمانه ښه له هندو سړي سره نکاح کولای شي.غامدي وایي معاصر کفار کافران نه شو بللی، د زکات کوم معلوم نصاب نشته او دغسې نورې ډیرې خبرې.

غفور پیروز بیا د زابل ولایت اوسیدونکی و،لومړی د مدرسې طالب و چې په ذکاوت مشهور و ،وروسته یېې کمپیوټر او پښتو لیکنه زده کړه او د کویټې د کاسي روډ کتاب خرڅوونکو ته به یې د پیسو په مقابل کې ژباړې اوکمپوز کاوو، غفور پیروز د پاکستاني عالم مولانا فضل محمد د فضائل جهاد او اسلامي خلافت کتابونو په شمول ګڼ کتابونه پښتو ته په معیاري ژبه ترجمه کړل. پیروز لنډه موده د طالبانو په نشراتي شعبه کې هم دنده اجراء کړه او بیا یې د مولوي خالص بابا د ملګرو په توره بوړه پاڼه کې په تنخا لیکوالي وکړه او د حامد کرزي د حکومت خلاف یې توندې مقالې نشر کړې. نوموړی وروسته د ډيرو پیسو پیدا کولو په تمه په کوټه کې د جامعه سلفیه اهل حدیثو له مشر علي محمد ابوتراب سره شناخته شو او له هغه سره یې د ژباړو او کمپوز کار پیل کړ. پیروز د ټول افغان بحث فورم له لارې د مومن مهاجر تر نوم لاندې څه موده د سلفیت د تبلیغ کار وکړ او په امام ابوحنیفه او د هغه په اتباعو یې سخت ردونه خپاره کړل. پیروز چې ویل به یې د پیسو لپاره هر وړ کتاب ترجمه کولو ته تیار یم وروسته یې د وحید الدین خان او جاوید غامدي له اتباعو سره رابطه جوړه کړه او یو ځل بیا یې فکري تحول وکړ. دا ځل نوموړي د حدیث د علم الجرح والتعدیل په غلط استعمال سره د غامدي معتزلي افکارو د خپرولو لپاره کار پیل کړ او د هغو حدیثو د غلط ثابتولو لپاره یې لیکنې کولې چې ددوی له عقل محوره مزاج سره نه جوړیدل.

پیروز د جاوید غامدي کتاب المیزان پښتو ته ترجمه کړ او دا پښتو ژبې ته د معاصرو اعتزالي افکارو لومړیی سرایت و . جاوید غامدي د یوه رسمي لیک له مخې له غفور پیروز نه مننه وکړه چې دده افکار یې پښتنو ته رسولي دي. پیروز وروسته د افغان سیکولرانو له مخکښ غفور لیوال سره شناخته شو او راشه درشه یې ورسره پیل کړه. نوموړی چې د غامدي د اعتزالي افکارو له امله له سختې انزوا سره مخ و هڅه یې وکړه چې له هیواد میشتو لیبرالانو سره یو ځای شي او په یوه فورم کې سره کار شروع کړي ځکه ددوی تر منځ د اشتراک نقطه د هغو دیني روایاتو او شرایعو سره مخالفت وو چې د عقل له معاصرو غوښتنو او دموکراتیکو اصولو سره یې سمون نه خوړ.

پیروز کندهار ته راغی او وطني سیکولران ځکه ورته ډیر خوشاله شول چې ددیني اصولو او دینپالو دد ټکولو لپاره یوه ښه وسله په لاس ورغلې وه چې هم یې له دین او دیني اصطلاحاتو سره بلدیت درلود او هم د افراط تر حده په اعتزال کې ډوب و.

دوی پیروز د دیني سکالر او عالم په حیث مطرح کړ،مشهور یې کړ او حتی په دیني مسائلو کې دد تجدید نظر د داعیې مطرح کول یې په غاړه ور واچول. پیروز په دیني مدارسو ، فقهې،دیني عالمانو او د مسلمانانو په ټوله دیني ذخیره پسې د بدو تبلیغاتو او تخریشوونکو لیکنو لړۍ پیل کړه.پیروز د خپل فیسبوک له لارې په یوه نشر کړې لیکنه کې ولیکل( زموږ د روایاتو، تفسیر، سیرت، فقهې، تاریخ او سیاست په کتابونو کې معرفي سوی اسلام له قتل او دښمنۍ پرته بل هیڅ پیغام نه لري.)

پیروز د موسیقي او نوروزلمانځلو په شان اعمالو د حرمت په باره کې راغلي حدیثونه غلط وبلل او په دې اړه یې اوږدې لیکنې وکړې،په تیر پسرلي کې بي بي سي راډیو له غفور پیروز سره د نوروز د جواز په موضوع مرکه وکړه او نوموړي په ډیره بي پروایي هغه احادیث غلط وبلل چې د نوروز د حرمت بیان په کې شوی.
خو غفور پیروز له دې سره سره چې د هیواد سیکولرانو او دین دښمنه جهتونو یې له قلم او ژبې څخه د دیني اصولو د تحریف او غلط تاویل په برخه کې لویه استفاده کوله د نوموړي شخصیت ته یې کماحقه اهمیت نه ورکاوو. د معارف ریاست چارواکو دنوموړي د ملایی تحصیلي اسناد ځکه نا معتبر وبلل چې په وینا یې دی به مضمونا عالم وي مګر ظاهري جوړښت او وضعیت یې د دیني عالم او ملا نه دی ځکه مولوي پیروز صاحب په وروستیو کې خپل ږیره د اشرف غني په سټایل تراشله.

عبدالغفور پیروز تیره ورځ په کندهار کې نامعلومو افرادو وواژه او په دې سره په افغانستان کې د معاصر اعتزال او غامدي بې دینه افکارو یوه مبلغ له دنیا رخصت شو. دده په وژل کیدو تر هر چا ډیر ځکه سیکولران او آئتیست مخلوق غمجن شو چې دوی ښایي بیا داسې څوک پیدا نه کړي چې له وطني ملایانو سره په ملایي لهجه مناظرې وکړي او د بي دینۍ ددفاع په سنګر په دومره جرأت ودریږي.ما په فیسبوک کې هغه کسان چې د پیروز غم یې لمانځه او دده عکسونه یې پروفایل کړي وو ولیدل چې د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې هم ښکنځلې کړې وې. نو له دې ځایه ویلی شو چې پیروز که خپله ملحدنه و خو د پلویانو، مریدانو او عاشقانو یوه لویه برخه یې کافران او ائیتیستان ول چې په ده یې ډیرې اوښکې تویې کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close