تازه خبردویم تعقیب : طالبانو د تالا وبرفک ولسوالي سقوط کړه

عزم (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل)

د بغلان ولایتي چاروکي وایي چې طالبانو له دوه ورځینۍ جګړې وروسته د تالا وبرفک ولسوالۍ نیولي ده. خو ولایتي چارواکو د د دولتي سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل او نه یې هم د طالبانو د تلفاتو په اړه مالومات خپاره کړي دي.
پرون طالبانو ویلي و چې د یادې ولسوالۍ امنیه قومانداني یې نیولي او د ولسوالۍ په تعمیر جګړه روانه ده خو همدا شیبه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپرپاڼه کې ویلي چې د یادې ولسوالۍ اړوند  ټولې  امنیتي دفاعي پوستې او د ولسوالۍ مرکز طالبانو په خپل کنترول کې اخیستی او ۱۳ تنه پولیس طالبانو ژوندي اسیران کړي، ذبیح الله مجاهد زیاتوي زیات شمیر وسلې او پوځي مهمات یې ولجه کړي او د تښتیدلو دولتي سرتیرو لټون روان دی.
دا په داسې حال کې نن د کابل په شپږمه او ۱۲ حوزو طالبانو سرتیري بریدونه  وکړل او دولتي سرتیرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده.
عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close