د شخصیاتو په شهادت سره د غرونو غوندي حوصلې نه مري

لیکنه : عزام افغان
مونږ دمرګ سره د میني لوظ کړی
ځه نیمګړي زندګۍ بلا دي واخلم
نن ورځ بیا غربي تالي څټو او د پردیو په چوپړ کې ستړو ګوډاګیانو ته د شخوند وهلو لپاره ښه توده موضوع تیاره وه چې هغه د کندز د والي الحاج ملا عبدالسلام دشهادت پېښه وه . یقینا د نوموړي شهادت دردونکی او فاجعه یې غمجنه وه . پسي خفه هم ځکه یو چې د امارت والي خو څه یو ادنی طالب هم مونږ ته زیات حیثیت لري او په درد یې دردیږو . 
خو مونږ چې په دې ازغنه لاره کې قدم ایږدو ، له اولي ورځي څخه درد، غم،زندان، زخم او شهادت اټکلوو ؛ چې په دې سره بیا د زمانې هیڅ ډول حوادث زمونږ مرال نشي ټیټولی او نه مو هم له خپل هدف څخه یو ګام شاته کولی شي . مونږ په دې لاره کې د یوه امیرالمؤمنین د مړیني او د بل دشهادت د غم سره هم لاس او ګرېوان شوي یو چې هغه مهال ګوډاګیانو او بادارانو یې په ویښه دا خوبونه لیدل چې طالبان ولاړل نور په عدم کې منحل شول . د الله تعالی فضل  او کرم و چې د مجاهد ملت روحیات نور هم پیاوړي ، عزم یې صمیم، مرال یې اوچت او حوصلو یې د غرونو سره ټټري وهلې . 
غربیان دي پر دې نه خوشحاله کیږي چې د ملاعبدالسلام او یا کوم بل مجاهد په شهادت سره به د مجاهد ولس په ارادو کې تکاسل او ضعف پیداشي . که دوی داسي انګېري نو ځانونه یې تېر ایستلي دي . ملا عبدالسلام خپل هغه هدف ته ورسېد، په کوم پسي چې له مودو لالهانده ګرځېدی؛ خو تر شا یې داسي سرسپارلي په ایماني قوت او پیاوړې عقیده سمبال او روزل شوي مجاهدین پرېښودل چې هر یو یې ملا عبدالسلام دی . که د ملا عبدالسلام په ژوند کې دوه ځله کندز ستاسي له واکه وتلی او په سلګونو مړي مو پر ډګر پرې ایښي دي ، نو د هغه له شهادت وروسته د دریم ځل په انتظار هم اوسئ چې ان شاءالله بیا به مو له هغسي فاضحي ماتي سره مخ کړي چې باداران به مو په واشنګټن کې تکان وخوري .
د نوموړي شهادت د اشرف غني درواغ هم رښتیا کړل ؛ ځکه چې نوموړي همدا اوس ویلي و چې طالب مشران چړچې کوي او کشران یې جګړو ته چمتو کړي دي  . البته د شهید مولوي صاحب شهادت الله تعالی ددې وسیله وګرځول چې د سرکرده دښمن پوچه او بې بنسټه ادعا پرې دروغ ثابته کړي .
مونږمولوي صاحب ته له الله تعالی څخه جنتونه ، کورنۍ او پاتي مجاهدینو ته یې صبر جمیل غواړو ؛ الله تعالی دي د نوموړي ټول جهادي خدمتونه په خپل دربار کې قبول کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close