وحیدي: د دندې ځنډولو په علت تراوسه پوه نه شوم

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ګوښه شوی وزیر عبدالرزاق وحیدي وايي، تراوسه یوې ادارې هم ورنه پوښتنې نه دي کړې او نه هم په دې پوهېږي، چې د وزارت دنده یې ځنډول شوې ده او که نه.

نوموړي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، ارګ یې یوه میاشت مخکې دنده د یوه مکتوب په وسیله وځنډوله، خو تراوسه په خپل برخلیک نه پوهېږي او نه هم د دندې د ځنډولو حکم وروړل شوی دی. «په دې یوه میاشت مې لویې څارنوالۍ ته مراجعه وکړه، نه رانه چا تحقیق وکړ، نه چا محاکمه کړم، زه تراوسه نه پوهېږم چې ولې مې دنده ځنډول شوې ده».

وحیدي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او څارنې د کمېټې وروستی راپور هم رد کړ، چې ګوندې په مخابراتي محصولاتو کې فساد شوی دی. دی وايي، د مخابراتي محصولاتو د راټولولو مسوولیت د مخابراتو وزارت پرغاړه نه؛ بلکې د مالیې وزارت او اترا ادارې پرغاړه دی.

عبدالرزاق وحیدي یوه میاشت وړاندې د فساد په تور د ګډحکومت د لومړي مشر اشرف غني په امر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت ګوښه شو. ویل کېږي، چې نوموړي ایران ته ځینې مهم اسناد ورکړي وو او هم یې په وزارت کې د قومونو ترمنځ انډول نه ساته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: