طالبانو ۸ تنه ټپي عسکر د سره صلیب ته د تداوي لپاره وسپارل

عزم( سه شنبه، سلواغه۱۳مه، ۱۳۹۵ل ): طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وړمه ورځ یې د سنګین په جګړو کې ۱۵ تنه عسکر ژوندي اسیران کړي و چې د هغې له جملې نه یې اتو تنو ژور ټپونه خوړلي و .

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي  د دې لپاره چې عاجله او اساسي تداوي یې وشي د انساني همدردۍ له مخې یې سره صلیب ته  وسپارل او له تداوي وروسته خپلو کورونو رخصت کړای شي.

وړمه ورځ طالبانو د سنګین ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا پوستو او پوځي اډو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې پنځه ستر ستر پوځي مرکزونه شل لویې او وړې پوستې ونیولې .

طالبانو هغه وخت ادعا کړي وه چې نږدې سل تنه عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولي ۱۵ تنه یې ژوندي نیولي، زیات شمیر سپکې او درنې وسلې او مهمات یې ولجه کړي دي.

پرون د هلمند ولایت ویاند ویلي و چې له لاسه وتلي پوستې بیرته نیولي خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې طالب جنګیالي په نیول شویو پوستو کلکه ولکه لري.

عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close