طالبان په وژلو ختمېږي؟

لیکوال: حماد نیازی

نن د قوس پنځمه او هغه ورځ ده چې دوستم او امریکایانو په قلعه جنګي کې په زرګونو زنداني طالبان شهیدان کړل.
د قلعه جنګي د وحشت کیسه:
له نن نه پوره پنځلس کاله وړاندې په همدې ورځ لاس تړلي زنداني طالبان د امریکا د استخباراتو د پلان له مخې چې مشري یې مایکل اسیان کوله، د دوستم او د امریکا د استخباراتو غړیو په قلعه جنګي کې د زنداني طالبانو د نوملړ لیکلو پر مهال توهين وکړ.
زنداني طالبانو په مقابل کې په دفاع لاس پوري کړ، مخامخ یې پر دوستمي عسکرو او دالته شته امریکایانو باندې برید وکړ، د برید په نتیجه کې طالبانو له امريکايي او دوستمي عسکرو وسلې واخیستلې، جګړه پیل شوه، ډیر دوستمي او څو امریکایان چې کره شمېره یې نه ده مالومه په برید کې ووژل شول ‌.
طالبانو آن د قلعه جنګي پر سر دفاعي پوستې هم ونیولې.
دې جګړې ډېر او څو ورځې دوام وکړ، کله چې امریکایانو او شمالیانو په قلعه جنګي کې له راحصارو طالبانو سره مقابله نه شوای کولای نو یې په پوره بې غیرتي سره پر زنداني طالبانو اوبه راخوشې کړلې، اوبو ته یې د بریښنا کرینټ او شاټونه ورکړل، ډیری طالبان د دې اوبو او د برېښنا د شاټونو له کبله په شهادت ورسیدل.
خو بیا هم پاتې شويو ژوندي طالبانو له جګړې لاس وانخیست او په شپو شپو په وږي نس او ستړي حالت کې یې لا هم له دښمن سره مقابله کوله.
بالآخره شمالیانو له امریکایانو وغوښتل چې پاتې شوي ژوندي طالبان د بمبار له لاري په زهرجنو بمونو شهیدان کړي.

انځور کې وینئ چې د امريکا د سي آی اې د عملیاتو مسول مایکل اسیان له دوستم سره يوځای چای څکي، خو دا چای یې اخرنی چای شو او هغه د قلعه جنګي زندانیانو پر لاس ووژل شو.

د کره مالوماتو له مخې په قلعه جنګي کې پوره ۲۵۰۰ طالبان د امریکا د سي آی اې ټیم چې مشري یې مایکل اسیان کوله په لارښوونه، د دوستم د عسکرو او امریکایانو په لاس په خورا بې رحمانه ډول سره په شهادت ورسیدل.
دا مالومات اخرني مالومات نه دې شاید تر دې ډېر زنداني طالبان یواځې په قلعه جنګي کې په شهادت رسیدلي وي.
د امریکا د استخباراتي ډلې مسول مایکل اسیان لمړنی هغه امریکایي و، چې په افغانستان کې د قلعه جنګي د زنداني طالبانو له لوري ووژل شو.

له نن پنځلس کاله مخکې د امریکایانو حالت:
د یرغل په لمړي کال يانې په ۱۳۸۰ هجري شمسي کال کې، امریکایان خورا مغروره و، هغه وخت چې امریکایانو د هیواد ډېر ولایتونه د وحشي بمباريو په مټ نیولي و، امريکايي چارواکو به ویل چې موږ طالبان نشو ساتلای بلکې زنداني طالبان یواځې د وژلو لاره لري بس.
د هغه وخت د دفاع وزیر رمزپیلډ ويلي و: »موږ دومره وزګار سرتیري نه لرو چې زنداني طالبان وساتي« د هغه له دې خبرې هدف دا و چې هغه طالبان چې دوستم ته له یو پریکړې روسته تسلیم شوي او یا هم هغه وخت په ځینو ځايونو کې محاصره وو، باید ووژل شي.
هغه وخت چې د انساني حقونو د دفاع سازمانونو د قلعه جنګي د وحشت او نورو وحشوتونو د تحقیقاتو غوښتنه وکړه، هغه وخت چې په ملل متحده کې د انساني حقونو د دفاع استازي »ماري رابن سون« هم د قلعه جنګي او نورو جنایتونو د تحقیقاتو غوښتنه وکړه، د امریکا د دفاع وزیر »رمزپیلډ« یې په ځواب کې په مسخرانه ډول وویل چې د داسې پېښو په اړه تحقیقات کول هیڅ ګټه نه کوي.
دا د امریکا د فرعوني فکر شپې وې، دا د یرغل لمړنۍ ورځې وې، چې امریکایانو دا ګمان کاوه چې نور نو د طالب ریښه له بيخه وختله او نور هيڅکله طالب زموږ د مخې خنډ نشي کیدلای.

له طالبانو سره پر کړیو ژمنو د دوستم نه درېدل:
چې کله طالبان په کندز کې محاصره شول، امریکایانو له هوا څخه د زهرجنو بمونو په مټ په نښه کول، د شمال قومندانانو په بیا بیا له امريکايانو غوښتل چې پر طالبانو غټ_غټ او زهرجن بمونه واوروي؛ طالب مشرانو دا ښه وګڼله چې د دوستم له ملېشو سره خبره وکړي، تر څو خپل ملګري او خارجي مجاهدین له مرګه وژغوري.
طالب مشران چې ملا فاضل اخند هم پکې و، دوستم ته لاړل له هغه سره یې خبرې وکړې او په دې شرط یې د وسلو ایښودلو هوډ وکړ چې له وسلو ایښودلو روسته به د طالبانو مخه نه نیول کیږي بلکې هغوی به پریښودل کیږي چې خپلو کورونو ته لاړ شي، همداراز بهرني مجاهدین به له خلع سلاح روسته، د بین الملل له لاري خپلو هيوادونو ته سپارل کیږي. دوستم او شمالي قومندانانو له امریکایانو سره په مشوره د طالبانو له پلاوي سره ژمنه وکړه چې ستاسو ټول شرطونه به منو او تاسو او بهرني مجاهدین به له خلع سلاح روسته خپلو کورونو ته رسوو.
له دې ژمنې سره سم طالبانو وسله د دوستم ملېشو ته تسلیم کړه، د دوستم ملېشو چې څنګه له طالبانو وسلې ټولې کړلې، سمدستي یې د ژمنو په ماتولو پیل وکړ.

دوستم چې کله له طالبانو وسلې ټولې کړلې نو هغه ټولې ژمنې یې هېرې کړلې، د زنداني طالبانو په وژلو یې لاس پوري کړ، زنداني په زرګونو طالبان یې له کندز نه د شبرغان زندان او نورو زندانونو ته په کانټینرونو کې انتقالول.
د هغه وخت د ژوندیو پاتې شويو طالبانو د خولو خبره ده چې په یوه کانټینر کې به یې دوه سوه، درې سوه طالبان په وچ زور او د کنداغونو په وهلو دننه کړل، د ګانټینر دروازه به یې پسې وتړله، پر طالبانو به د تنفس اخیستلو لپاره هوا بنده شوه، له کندزه تر شبرغانه او نورو ځايونو هغه وخت ډېره لار وه چې سړکونه اکثره پاخه نه ول.
نو چې شبرغان ته به ګانټینر رسیدی، له دوو سوو او دروو سوو طالبانو نه به لس شل ژوندي پاتې ول، نور به ټول د تنفسي هوا د نه شتون؛ د ازدحام او د تندې له کبله په شهادت رسیدلي وو.

د هغه وخت د یو زنداني طالب له خولې مې کیسه اورېدلې چې موږ یې په ګانټینر دننه کړو، وای موږ هوښیاري وکړه، د کانټینر دروازه مو په وچ زور د نورو زندانیانو پر مخ وتړله، چې دوستمي ملېشو به هرڅومره دروازې ته نېږدې طالبان ووهل موږ به نه پرېښودل چې نورو طالبانو ته ځای ورکړي.
وای بالآخره دوستمي ملېشې مجبوره شوې چې دروازه راپسې وتړي.
طالب وای یوڅو دقیقې نه وې تېرې چې تنفس مو بند شو، له ملېشو مو د تنفسي هوا د راپرېښودلو غوښتنه وکړه، خو ځواب به یې په ډز سره راکړ چې ملګري به مو پکې خوږ او شهیدان شول.
هڅه مو پیل کړه چې د تنفسي هوا لپاره باید کوم سوری پیدا کړو، روسته مو پام شول چې د کانټینر دروازه له لرګینو تختو نه جوړه ده، په دروازه پسې ونښتلو، ډېره هڅه مو وکړه خو آخر د یو کوچني منفذ او سوري په پیدا کولو بریالي شوو.
وای دې سوري ته به یوځل یو طالب بیا په نوبت بل طالب پروت و ترڅو تنفسي هوا واخلي.
زما د بندي طالب هغه خبره اوس هم نه ده هېره چې ویل یې موږ په کانټینر کې ډېر تږي شوو، د څښلو لپاره مو هیڅ شی نه لاره، نو مجبورا مو پر کانټینر باندې د تنفس خوله څټله چې په څټلو_څټلو سره به مو ژبو وینې وکړې او له خولې سره به مو يوځای خپله وینه هم څټله.
خو هغه طالبان چې دوستم شبرغان او نورو زندانونو ته ژوندي ورسول، بیا یې هم زړه پرې یخ نه وو او له زندانونو به یې هره شپه ګڼ شمېر طالبان په کانټینرونو کې لويو دښتو ته وړل او هلته به یې په ډلییز ډول وژل.
د دې وحشتونو خورا ترخې او بوږنونکې کیسې شته چې سړی یې د اوریدلو تاب نه لري.
دوستم، شمالي قومندانانو او امریکایانو پر زنداني طالبانو هغه ډول ظلمونه وکړل، چې شاید د انسانیت په تاریخ کې یې بیلګې ډېرې کمې وي، دوستم د امریکایانو د څو ډالرو لپاره زرګونه طالبان د امريکا د استخباراتي ټیم په غوښتنه تر تېغ تېر کړل او په دې کار سره یې ټول انساني حقوق وننګول.

په قلعه جنګي کې، په شبرغان زندان کې او نورو ځايونو کې په زرګونو زلموټي زنداني طالبان شمالي قومندانانو او امریکایانو ووژل، چې تر اوسه یې هم کورنۍ د مرګ او ژوند خبر نه لري.
د دې شهیدانو پیغلې ناویانې اوس هم له دې کبله د دوی پر نوم ناستې دې چې د ژوند او مرګ مالومات یې نشته؛  د دې شهیدانو ميندې هره شیبه د خپل ګران او ورک شوي بچي د راتللو فکرونه وهي؛ د دې شهیدانو یتیمان زلمیان شول خو تر اوسه لا د خپل پلار په ژوند او مرګ کړېږي، دوی هره شیبه دا خیال کوي چې ورک پلار جان به یې راشي؛ دلته د ډېرو خویندو سرونه د ورک ورور جان د راپیدا کيدلو په هیله سپین کړل؛ او…

طالبان په وژلو سره نه تمامېږي:

طالبان په وژلو سره نه تمامېږي، د دې دېرشو کلونو په جریان کې لکونه طالبان شهیدان شول، زندانیان شول او معيوبه شول، خو نه یواځې دا چې د طالبانو خوزښت ونه درېد، بلکې تر پخوا یو په څو چنده پیاوړی شو، موږ وینو چې د طالبانو د ريښې د ختمولو خبرې چې به امریکې او د امریکې ملګرو کولې نن هغه طالبان دومره قوي دي، چې د امریکې ريښې شکوي او له شکست سره یې مخامخ کړې ده.
طالبان ځکه نه ختمېږي چې طالبان پر مفکوره ولاړ دې، د طالبانو جګړه عقیدوي ده، طالبان له مادیاتو سره دومره نه دې جوړ چې د خپلې عقیدې پر بدل یې وپلوري.

تر څو چې دلته اسلامي او جهادې مفکوره ژوندۍ وي، ترڅو چې دلته قال الله او قال الرسول ویل کیږي، ترڅو چې زموږ زلمیانو ته د خپلو نیکونو د تاریخ مطالعه وي او ترڅو چې دلته پښتونولي او غیرت ژوندی وي طالبان به تر هغو پوري وي.

نتېجه:
طالبان باید تر هرڅه مخکې په افغانستان کې د اسلام ضد مفکورو مخه نیول اړین وګڼي او هیڅکله اجازه ورنه کړي چې دلته د کلیسا په رهبري د سیکولریزم، الحاد، عیسویت او نصرانیت مفکورې وکرل شي، ځکه که طالبي او جهادي مفکوره له منځه لاړه شي طالبان او طالب خود بخوده له منځه ځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close